CRI Online

د سوداګرۍ نړيوال سازمان له بحران څخه ښکاري: موږ بايد له تبعض غوښتنې او يواړخيزم سره ټينګ مخالفت وکړو!

cri     (GMT+08:00) 2019-12-12 19:06:46

د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د غړيو ترمنځ د شخړو د رامنځته کېدو په حال کې هميشه لومړی سلامشوره کېږي، که سلامشوره ناکامه شي، د کارپوهانو ډله به په دې اړه پرېکړه وکړي. که په دې سره هم ستونزې حل نشي، نو د مرافعې ارګان به وروستي قضاوتونه وکړي. نو ځکه د مرافعې ارګان د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د سترې محکمې په شان رول لوبوي او راپورونه يې د وروستي قضاوت په څېر اجباري قوت لري. د امريکا د پر له پسې مداخلې له امله د سوداګرۍ د نړيوال سازمان ياد ارګان د دسمبر په ۱۱مه نېټه د قاضيانو د کمبود له امله خپل کارونه بند کړل. عامه افکار دا د سوداګرۍ پر څواړخيز سيستم تر ټولو سخت بريد ګڼي او دا معنی ورکوي چې د سوداګرۍ نړيوال نظم ښايي بې قاعدې زمانې ته بېرته ستون شي او ور ته به نه اټکل کېدونکې بدې پايلې او د نه جبران وړ زيانونه ورسېږي. له دې څخه څرګندېږي چې د سوداګرۍ نړيوال سازمان راتلونکي اصلاحات بايد له تبعض غوښتنې او يواړخيزم سره ټينګ مخالفت وکړي.

دا چې امريکا پخپل سر د سوداګرۍ نړيوال سازمان په عادي کارونو کې خنډونه اچوي، د بادارۍ او تسلط په اړه د دغه هېواد د کړنو يوه ښه بېلګه ده او د نړيوالې ټولنې لخوا سخته غندل شوي. له بلې خوا له دې څخه هم ښکاري چې د سوداګرۍ نړيوال سازمان اوسنی کاري ميکانيزم څرګندې نيمګړتياوې لري او د څواړخيزې سوداګرۍ سيستم د ننګونې په وړاندې ډېر کمزوری دی.

د دغه نړيوال سازمان لپاره تر ټولو عاجله دنده دا ده چې ژر د مرافعې ارګان په دننه کې د قاضيانو د انتخابولو کارونه پيل او کافي قاضيان غوره شي. چين له دې وړاندې د دغه نړيوال سازمان له ۱۱۵ غړو سره د قضيانو د انتخابولو لايحه وړاندې کړې او د اروپايي ټولنې په شمول له ۴۰ غړيو سره يې د مرافعې پر ارګان د اصلاحاتو په اړه يو وړانديز هم وکړ. ۱۱۷ غړو تر اوسه د قاضيانو د ژر ټاکلو غوښتنه کړې چې د ياد ارګان د کار د ژر عادي کېدو په اړه يې خپلې هيلې ښودلې وې.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای