CRI Online

د م م د اقليمي بدلون د چوکاټي تړون د جوړونکو ۲۵مه غونډه به ‌‌ژر په مادريد کې پای ته ورسيږي

cri     (GMT+08:00) 2019-12-13 16:30:09

د م م د اقليمي بدلون د چوکاټي تړون د جوړونکو ۲۵مه غونډه به په داسې حال کې د هاسپانيا په مادريد کې پای ته ورسيږي چې د بېلا بېلو خواوو ترمنځ خبرې اترې د رکود په حال کې پاتې دي.د چين د پلاوي مشر او د چاپيريال ساتنې وزارت مرستيال جاو اينګ مين زمونږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې چين به په فعاله او رغنده رويې سره په يو لوري د بېلا بېلو خواوو د ګامونو د پورته کولو لپاره هڅې وکړي.

تېر کال بېلا بېلو خواوو د پولنډ په کاتويز کې د م م د اقليمي بدلون په غونډه کې د پاريس تړون د پلي کېدو په هکله يو لړ تړونونه تصويب کړل، خو د کاربن د معاملې ميکانيزم په شمول د ځينو کليدي مادو په هکلهد نظر توافق ته ونه رسېدل.د دې ترڅنګ دا چې له اقليمي بدلون سره د مقابلې په برخه کې له پرمختيايي هېوادونو سره د مرستو په اړه د پرمختللو هېوادونو سياسي نيت کمروزی دی. نو د بېلا بېلو خواوو ترمنځ مشورې او خبرې اترې په رکود کې پاتې دي.په دې هکله د چين د پلاوي مشر او د چاپيريال ساتنې وزارت مرستيال جاو اينګ مين وويل چې چين په دې برخه کې درې فقره ييز نظرونه لري. (اواز۱)لومړی د پاريس تړون د شپږمې مادې اړوند محتويات بايد برابر او عادلانه دي او د دې مادې له مخې دې د بېلا بېلو خواووګټې تضمين شي.دوهم بايد د پرمختيايي هېوادونو معقولو غوښتنو ته په تېره بيا له اقليمي بدلون سره د مقابلې په برخه کې د پيسو راغونډولو ته پاملرنه وشي.درېيم مونږ بايد د پاريس تړون له مخې د چاپيريال د ساتنې درناوی وکړو او پر دې بنسټ دې د منلو وړ معيار له مخې د کيوتو د پروتوکول د پاکو انرژيو له پرمختيايي ميکانيزم څخه د پاريس تړون پر ميکانيزم بدل کړو.

امريکا د روان کال په نومبر کې په رسمي توګه د پاريس تړون له قانوني پروسې څخه د وتلو اعلان وکړ. که څه هم په دې غونډه کې د بېلا بېلو خواوو ترمنځ خبرې اترې د رکود په حال کې دي، خو له يو اړخيزم او سوداګرۍ ساتونکو عملونو سره مخالفت د دې غونډې ګډې نظريې دي. ښاغلي جاو اينګ مين وويل(اواز۲) يو اړخيزم او سوداګری ساتونکی عملونه په مستقيمه توګه پر راتلونکي اقتصادي پرمختګ د نړيوالې ټولنې باورونو ته زيانونه رسوي چې دا به له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره د نړيوالې ټولنې پر هڅو منفي اغيزه وکړي.په تېرو څو ورځو کې مې د نژدې ټولو پرمختيايي هېوادونو او ځينو پرمختللو هېوادونو له وزيرانو سره خبرې اترې وکړې او هغه نظرونه لري او وايي چې مونږ بايد له يو اړخيزم او سوداګرۍ ساتونکو عملونو سره مخالفت وکړو. دا ټولو ته معلومه ده چې دا ناشونې ده چې مختلف هېوادونه د يو اړخيزم له لارې له اقليمي بدلون سره مقابله وکړي او په دې برخه کې دې ګډې هڅې ونه کړي.

اقليمي بدلون نه يوازې له علمي مسئلې سره بلکې د هر هېواد له راتلونکي پرمختګ سره تړاو لري. نو هر کال د م م د اقليمي بدلون په غونډه کې ډېر جنجالونه وي .د غونډې په اړوندو خبرو اترو کې د چين فعال او رغنده رويه د بېلا بېلو خواوو د هر کلي وړ ګرځېدلې ده.په سږنۍ غونډه کې چين د غونډې د رئيس تر صلاحيت لاندې د بېلا بېلو دريځونو همغږي وکړه. جانګ اينګ مين وويل چې که څه هم بېلا بېلې خواوې د نظريو توپيرونه لري، خو چين به هڅه وکړي چې له اقليمي بدلون سره د مقابلې په برخه کې مختلف لوري په يو طرف ګام پورته کړي. هغه وويل(اواز۳) اقليمي بدلون هېڅکله يو اسان کار نه دی او د انسانانو پر وړاندې يوه ګډه مسئله ګڼل کيږي.مونږ د انسانانو د ګډ برخليک په ټولنه کې شامل يو. که په دې برخه کې په يو لوري ګامونه پورته کړو، باور لرم چې ډېر کارونه او موخې تر سره کولی شو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای