CRI Online

په يو هېواد کې د دوو نظامونو پلی کېدنه د مکاو د دايمي امنيت د ساتلو لپاره تر ټولو ښه ضمانت دی

cri     (GMT+08:00) 2019-12-16 15:23:46

د دسمبر شلمه نېټه د چين له سترې برخې سره د مکاو د خاصې اداري سيمې د يو ځای کېدو له شلمې کاليزې سره برابره ده.په تېرو شلو کلونو کې د مکاو ټولنې ورځ تر بلې پرمختګ کړی او خلکو ته لا نيکمرغه ژوند برابر شوی.له دې امله چې مکاو د چين پر سترې برخې تکيه کوي ، په يو هېواد کې دوه نظامونه پلی کوي او پکې د کورواکۍ تګلاره غوره کوي ،نو دغه سيمه چې پراخوالی يې يوازې درې دېرش کيلو متره دی او نفوس يې څه کم شپږ لکه او څلوېښت تنه دي،په نړيوالې سيالۍ کې شتمنه او قوی شوې او د هر تن په سر د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت يې په نړۍ کې دوهم مقام نيولی دی. اوس دغه سيمه په نړۍ کې د سيلانۍ او ساعت تېرۍ مرکز هم ګرځېدلې ده. په مکاو کې له شل کلن پرمختګ څخه ښکاري چې( په يو هېواد کې دوه نظامونه )پاليسي پوره کېدونکې ده او د خلکو له ګټو سره سمون لري.

لومړی،د چين پر سترې برخې يې تکيه کړې او اقتصاد يې پرمختګ او سمسورتيا موندلې ده.

د چين له سترې برخې سره له يو ځای کېدو څخه په مخکنيو څلورو کلونو کې د مکاو اقتصاد پرمختګ ونه کړ. په ۱۹۹۹ کال کې د مکاو د کورنيو توليداتو عمومی ارزښت ۵۱ مليارډه او ۸۷۲ مليونه پاتاکاسو ته ورسيد، خو حکومتي مالي ګټې يې يوازې ۳۲۰ مليونه پاتاکاس وې. خو له چين سره د مکاو تر يو ځای کېدو وروسته د مکاو اقتصاد پرمختګ موندلی او تېر کال يې عمومی توليدي ارزښت ۴۴۴ مليارډه او ۷۰۰ مليونه پاتاکاسو ته رسيدلی چې دغه شمېر د پخوا له اتو چندو سره برابر و. د دې ترڅنګ حکومتي مالي ګټې ۵۳ مليارډه او ۸۷۰ مليونه پاتاکاسو ته رسيدلی چې دغه رقم د پخوا له ۱۶۸ چندو سره برابر و.

په دې وروستيو کلونو کې د مکاو د خاصي اداري سيمې حکومت د اقتصاد د څو اړخيز پرمختګ لپاره هڅې کړې چې له امله يې اقتصادي او صنعتي جوړښت څو اړخيز شوی او له ننګونو سره د دې سيمې د مقابلې توان په څرګنده توګه پياوړی شوی دی.

دوهم، د مکاو د خاصې اداري سيمې حکومت د خلکو ژوند ته پاملرنه کړی چې د ژوند سويه يې په پر له پسې توګه لوړه شوې ده.

د خلکو ګټې تر ټولو لوی سياست ګڼل کيږي. د چين له سترې برخې سره له يو ځای کېدو نه مخکې په دې سيمه کې د عامه امنيت د ساتلو مسئله سخته وه، د اوزګارۍ انډول لوړ و،ټولنيزې مسئلې ډېرې وې او سوداګريز چاپيريال ښه نه و. خو له چين سره د مکاو تر يو ځای کېدو وروسته په دې سيمه کې سياسي ثبات رامنځته شوی او عامه امنيت په پر له پسې توګه ښه شوی او بهرنۍ پانګونې ډېرې شوې دي. د دې ترڅنګ د اوزګارۍ انډول له شپږ اعشاريه درې سلنې څخه په ۲۰۱۸ کال کې يو اعشاريه اته سلنې ته راټيټ شوی دی.

درېيم،د مکاو د خاصې اداري سيمې حکومت په ښه توګه د دې سيمې بنسټيز قانون پلی کړی او د قانون د جوړونې کارونه يې لا بشپړ کړی دی.

د مکاو سمسورتيا او ثبات له ثابت کورني او بهرني چاپيريال سره اړيکې لري او د چين د ولسي جمهوريت د مکاو د خاصې اداري سيمې بنسټيز قانون د دې ځايي حکومت د ادارې بنسټ دی.

د مکاو له تجربو څخه ښکاري چې د اساسي قانون او بنسټيز قانون ټينګه ساتنه او (په يو هېواد کې دوه نظامونه) د پاليسۍ پلی کېدنه د دې سيمې د دايمي امنيت او ارامتيا د ساتلو لپاره د نظام په برخه کې تر ټولو ښه ضمانت دی او د پاتی شويو تاريخي مسئلو د حل وفصل او د هېواد د وحدت موخې د تر سره کولو لپاره تر ټولو ښې لارې چارې هم دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای