CRI Online

د چين اقتصاد مطلوب هدف ته رسېدلی شي

cri     (GMT+08:00) 2019-12-16 20:13:17

د چين ميډيا ګروپ د دسمبر په ۱۶مه نېټه يوه ليکنه (( د چين اقتصاد مطلوب هدف ته رسېدلی شي )) خپره کړه. په دې ليکنه کې راغلي چې د چين د شمېرنې ملي ادارې د روانې مياشتې په ۱۶مه نېټه شمېره خپره کړه، چې له مخې يې په تېر نومبر کې د دې هېواد ملي اقتصاد فعال تغير کړی، د اقتصاد عمده شاخص يې تر پيشګويۍ ښه و او ملي اقتصاد يې ډېر ښه ثابت پرمختګ کړی دی، له دې څخه څرګندېږي چې چين د سږکال د اقتصاد مطلوب هدف ته د رسېدلو اساس او شرط لري او د چين اقتصاد کوم بدلون نه دی کړی، بلکې په ثابت ډول پرمختګ کوي.

په دې ليکنه کې دا هم ويل شوي چې په راتلونکي کې به چين پرمختګ ومومي، له خپل پرمختګ سره به په عين وخت کې د ورخلاصون له لارې د نړيوال اقتصاد د زياتوالي لپاره هم خدمتونه وکړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای