CRI Online

(په نوې زمانه کې چين او نړۍ) تر عنوان لاندې نړيوال سيمينار ترسره شو

cri     (GMT+08:00) 2019-12-17 15:08:57

(په نوې زمانه کې چين او نړۍ) تر عنوان لاندې نړيوال سيمينار ترسره شو

(په نوې زمانه کې چين او نړۍ ) تر عنوان لاندې نړيوال سيمينار د دسمبر په ۱۶مه نېټه په بېجينګ کې ترسره شو. د پولنډ، پورتګال، قرغزستان او مصر په شمول د ځينو هېوادونو سياستوالو، سفيرانو، کارپوهانو او د تصديو استازو په دغه سيمينار کې د نوي چين د جوړېدو له اوياوو کلونو راهيسې د پرمختګ بهير، د چين د ابادۍ نړيوال ارزښت او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې او د نړيوالې ادارې د راتلونکې په شمول د يو شمېر موضوعاتو په هکله سلامشورې وکړې.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د مطبوعاتي او نشراتي څانګې مرستيال او د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر مشر شو لين په خپله وينا کې وويل، د نوي چين د جوړېدو له اوياوو کلونو راپدې خوا چين له نړۍ سره پيوستون کړی، له نړۍ څخه يې زده کړه کړې او نړۍ ته يې ډېر خدمتونه هم کړي. د چين پرمختګ اوس نوې مرحلې ته رسېدلی او د چين راتلونکی پرمختګ په تېره بيا د چين او نړۍ ترمنځ د اړيکو راتلونکی لوری د نړيوالې ټولنې د زياتې پاملرنې وړ دی. هغه په دې اړه وويل

((چين به پر دې ټينګار وکړي چې له نورو هېوادونو سره د ګډو ګټو پر بنسټ همکاري وکړي او ګډ پرمختګ ومومي. چين به د اقتصاد د نړيوال کېدو بهير وهڅوي او د بېوزلۍ د له منځه وړلو په چارو کې به فعال خدمتونه وکړي. اوس په نړۍ کې د بې ثباتۍ عوامل موجود دي، نو چين به په دوامداره توګه له څواړخيزم څخه کلک ملاتړ وکړي، نړيوال مساوات اوعدالت به وساتي او د نړيوالو اړيکو د ديموکراتيک کېدو، قانوني کېدو او مساواتو د هڅولو لپاره به کوښښونه ترسره کړي. ))

د چين حکومت د روان کال په سپتمبر مياشت کې په نوې زمانه کې د چين او نړۍ په نوم سپين کتاب خپور کړ او په لومړي ځل يې په هراړخيزه او سيستماتيکه توګه د چين او نړۍ ترمنځ اړيکې بيانې کړې. د پولنډ پخواني مرستيال لومړي وزير ګرزيګورز کولودکو وويل، دغه سپين کتاب د واقعيتونو له مخې د نړۍ لپاره د چين د پرمختګ فعال ارزښت بيان کړی دی. چين بايد په نوې زمانه کې په نړيواله صحنه کې لا زيات مسئوليت پر غاړه واخلي. هغه وويل

((چين به د نړۍ صبر لرونکی پرمختګ پرمخبوزي، فکر کوم چې چين بايد د نړيوال اقتصاد د برابر پرمختګ او د نړيوال بانک، نړيوال وجهي صندوق او د سوداګرۍ د نړيوال سازمان په شمول د مهمو نړيوالو موسئسو اصلاحات وهڅوي. د امريکا نامسئولانه عمل د نړيوال سوداګريز سازمان ثبات ته ګواښ رسولی دی، زما په اند، موږ بايد په راتلونکي کې چين ته لا زيات باور او اعتماد ورکړو. ))

چين تل د ګډو ګټو پر بنسټ له نورو هېوادونو سره همکارۍ ترسره کړې او د پرانيستې لا نوره لوړه سويه لرونکې پاليسې يې غوره کړې چې بېلا بېلو هېوادونو ته د چين د پرمختګ له برياليتوب څخه د ګټه اخيستلو فرصتونه يې برابر کړي دي. د سويس د اې بي بي شرکت (ABB) مرستيال مشر سيودور سويدجيمارک وويل، د دوی شرکت د چين د پرمختګ يو شاهد دی او په دې بهير کې يې خدمتونه کړي او ترې يې ګټې هم اخيستې دي. په چين کې د دغه شرکت عمومي پانګونې له ۱۷ مليارډو يوانو څخه اوښتې دي. هغه وويل

((چين د پرانيستې د لا ژورې پاليسۍ په رڼا کې ډېر تجارتي فرصتونه پيدا شول. زموږ شرکت د يو کمربند او يوې لارې په وړانديز کې د ګډونوالو په لومړۍ ډله کې شامل و او په وروستيو کلونو کې مو له څه باندې څلور سوو چيني شرکتونو سره د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو په اوياوو سيمو کې همکارۍ ترسره کړې چې د اړوندو پروژو لپاره تخنيکي ملاتړ او د ستونزو د حل لايحې وړاندې کوو. ))

چين له امريکا سره څو ورځې مخکې د اقتصاد او سوداګرۍ د لومړې دورې تړون لاسليک کړ. په دغه سيمينار کې ګډونوالو دا څرګنده کړه چې د چين او امريکا ترمنځ دغه تجارتي تړون به پر نړيوال اقتصاد فعاله اغېزه وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای