CRI Online

د چين استازي له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د افغانستان د سولې او روغې جوړې بهير ته دوام ورکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-12-17 18:57:25

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين استازي جانګ جون د دسمبر په ۱۶مه نېټه د افغانستان مسئلې په اړه د امنيت شورا په علنۍ غونډه کې وويل، تر اوسه د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو نتيجه نه ده خپره شوې، د دې هېواد امنيتي وضيعت د اندښنې وړ دی، د سولې او روغې جوړې په بهير کې بې صحيح عناصر زيات شوي او بشري وضعيت پکې سخت شوی دی. نړيواله ټولنه بايد په دوامدار ډول افغانستان ته ملاتړ او مرسته برابر کړي.

جانګ جون وويل، موږ بايد د افغانستان د سولې او روغې جوړې بهير ته ادامه ورکړو. چين د طالبانو په شمول د دې هېواد له بېلابېلو ډلو څخه غواړي چې د دولت او خلکو ګټو ته لومړيتوب ورکړي، د افغانانو د خپلمنځي خبرو اترو له لارې دې ژر تر ژره ټول شمول سياسي چوکاټ جوړ کړي او د سولې او روغې جوړې دروازه دې پرانيزي. چين د افغانستان د سولې او روغې جوړې له بهير څخه کلک ملاتړ کوي او په فعال ډول د سولې ديپلوماتيک خوځښت پياوړی کوي. چين به ( د شانګهای همکارۍ سازمان ـ د افغانستان کاري ګروپ )، ( د چين، افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو خبرو اترو) او ( د افغانستان مسئلې په اړه د چين، امريکا، روسيې، پاکستان ترمنځ سلامشورې ) له لارې د دې هېواد د سولې او روغې جوړې لپاره سيمه ييزه موافقه تر لاسه کړي او ښه چاپيريال به جوړ کړي. چين غواړي د افغانانو د خپلمنځي خبرو اترو لپاره صحنه برابره کړي.

نوموړي وويل، چين به په دوامدار ډول له افغانستان سره (( د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې په اړه د چين او افغانستان د تفاهم يادښت )) پلی کړي او د دې هېواد له بيا رغونې او اقتصادي پرمختګ څخه به ملاتړ وکړي. چين غواړي د ګډې سلامشورې، ګډې جوړونې او شريکو ګټو پر بنسټ له افغانستان سره سيمه ييزې اقتصادي همکارۍ ټينګې کړي، د همکارانو ترمنځ د تګ راتګ اړيکې به جوړې کړي، د پرمختګ په وسيله د افغانستان او سيمې سولې او ثبات ته به وده ورکړي او په ګډه به د بشر د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای