د چين ميډيا ګروپ د دسمبر په ۱۷مه نېټه يوه ليکنه (( د چين طرحه د ګردې کرې د ادارې د کسر د حل لپاره خدمت کوي)) خپره کړه. په دې ليکنه کې راغلي چې د روانې مياشتې په ۱۶مه نېټه د نړۍ د څه باندې ۲۰ هېوادونو سياستوالو، کارپوهانو او د تصديو څښتنانو د (( په نوي عصر کې چين او نړۍ )) په نامه په نړيوال سيمينار کې د څواړخيزتوب په برخه او د نړيوالې ادارې د کسر د حل په برخه کې د چين د هڅو ستاينه وکړه.
په دې ليکنه کې دا هم ويل شوي، چې د نړيوالې ادارې د کسر د حل په برخه کې چين نه يوازې فکر بلکې عمل لري. د يو کمربند او يوې لارې جوړونه داسې خدمت دی چې د ګډې سلامشورې، ګډې جوړونې او شريکو ګټو پر بنسټ د څواړخيزتوب او نړيوالو همکاريو لپاره د چين او بېلابېلو هېوادونو لخوا برابر شوی دی.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |