CRI Online

په مکاو کې اقتصاد فعال راتلونکی لري

cri     (GMT+08:00) 2019-12-18 16:56:39

مکاو د چين له سترې برخې سره له بېر ته يو ځای کېدو مخکې د صنعتي چارو ساده جوړښت درلود او اقتصاد يې شا ته پاتې و. خو اوس په مکاو کې د هر تن پر سر د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت د نړۍ په مخکنيو مقامونو کې شامل دی او دغه سيمه د سيلانۍ او ساعتيري په برخه کې نړيوال مرکز ګرځيدلی دی. د چين له سترې برخې سره د بېر ته يو ځای کېدو په شلو کلونو کې په مکاو کې اقتصاد ستر پرمختګونه او بدلونونه موندل ي دي.

د چين له سترې برخې سره د مکاو له بېر ته يو ځای کېدو نه وروسته په دغه سيمه کې د توليد عمومي ارزښت په ۱۹۹۹ کال کې له پنځه مليارډ او نهه سوه مليونه ډالرو څخه په ۲۰۱۸ کال کې نژدې ۵۵ مليارډ ډالرو ته زيات شوی، د هر تن پر سر د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت له ۱۴۰۰۰ ډالرو څخه ۸۲اعشاريه شبږ زرو ډالرو ته زيات شوی چې په ټوله نړۍ کې يې لوړ مقام نيولی. دغه راز په مکاو کې د سيلانۍ اړوند راسټورانونو، هوټلونو او نندارتونونو چارو هم ډېر چټک پرمختګ کړی. د مکاو د اوسيدونکي په توګه د دغې سيمې د سياست او اقتصاد د څيړنې ټولنې مشر تانګ جي ځونګ په دې هکله ژور احساسات لري. هغه وويل ، په مکاو کې په نسبي ډول هر تن کار پيدا کولی شي او عايدات يې هم لوړ شوي دي. د چين له سترې برخې سره د مکاو له بېر ته يو ځای کېدو وروسته د دغې سيمې د اوسيدونکو د لګښتونو سويه او د ژوند د نيکمرغۍ احساسات ټول ډېر لوړ شوي دي.

د جونګ شان پوهنتون د ګوانګ دونګ ولايت، هانکانګ او مکاو د لويې سيمې د پرمختګ د څيړنې انسټيټيوټ منشي يوان جي پينګ دا نظر لري چې د وطن له لويې برخې سره له بېر ته يو ځای کيدو وروسته په يو هېواد کې د دوو نظامونو سيستم او بنسټيز قانون په اغيزمنه توګه عملي شوی او د صنعتي چارو ډولونه زيات شوي، نو د مکاو اقتصاد چټک پرمختګ کړی او کوي يې. د مکاو د خاصې اداری سيمې حکومت په يو هېواد کې د دوو نظامونو او د بنسټيز قانون عملي کولو ته ډېره پاملرنه کړې ده. موږ د چين د سترې برخې د چټک پرمختګ له جريان څخه ګټې اخيستې. نو مکاو د سيلانۍ مرکز او نړۍ ته د هېواد د سترې برخې د پرمختګ پر کړکۍ بدل شوی.

د مکاو د سياست او اقتصاد د څيړنې ټولنې مشر تانګ جي ځونګ په دې نظر دی چې زموږ وطن د مکاو اقتصادي پرمختګ ته مهم ضمانت برابر کړی دی. هغه وايي د چين له سترې برخې سره د مکاو له بېر ته يو ځای کېدو په شلو کلونو کې په دغه سيمه کې د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ په بهير کې د وطن ملاتړ ډېر مهم دی. زموږ د صادرېدونکو توليداتو بازار ډېر پراخ شوی. د وطن مرکزي حکومت زموږ د توليد لپاره د اوبو، بريښنا او د ژوند لپاره د اړينو توکيو په شمول مهم ضمانتونه برابر کړي دي. نو دا ويلی شو چې په شلو کلونو کې د مکاو پرمختګ د هېواد د تګلارو او ضمانتونو د ملاتړ په وجه تر لاسه شوي.

که څه هم مکاو دومره لويه سيمه نه ده، خو د سيمه ايزو همکاريو او د هېواد د عمومي پرمختګ په برخه کې مهم مقام نيسي. د ګوانګ دونګ ولايت، هانکانګ او مکاو د لويې سيمې د پرمختګ پلانونې لارښوونې په سند کې چې په ۲۰۱۹ کال کې خپور شوی، مکاو د دغې سيمې په څلورو مرکزي ښارونو کې شامل دی او له هانکانګ، ګوانګ جو او شن جن سره يو ځای د سيمه ايز پرمختګ مرکزي انجن په حيث ټاکل شوی. د جونګ شان پوهنتون د ګوانګ دونګ ولايت، هانکانګ او مکاو د پرمختګ د څيړنې انسټيټيوټ منشي يوان چي پينګ وويل چې مکاو په يو هېواد کې د دوو نظامونو تګلارې د عملي کولو په چارو کې يوه بريالۍ نښه ده.د مکاو پرمختګ د ټول هېواد د پرمختګ په ستراتيژۍ کې شامل دی چې په دې توګه مکاو يوه ښه بيلګه جوړه کړې. برسيره پر دې په مکاو کې توليدي چارې هم پر ټوله نړۍ کې اغيزه لري چې د سيلانۍ اوساعتيرۍ د نړيوال مرکز په توګه ګڼل کيږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای