CRI Online

په مکاو کې ( د يو هېواد دوه سياسي نظمونه) ثابت پرمخ ځي

cri     (GMT+08:00) 2019-12-18 20:20:21

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دسمبر په ۱۸مه نېټه مکاو ته ورسېد او هلته به په ۲۰مه نېټه چين ته د مکاو د بيا راستنېدو د ۲۰مې کليزې د لمانځنې په لويه غونډه کې او د مکاو د ځانګړې اداري سيمې د پنځمې دورې حکومت د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي او د مکاو له ځينو سيمو څخه به کتنه وکړي. شي جين پينګ د مکاو په نړيوال هوايي ډګر کې رسنيو ته په وينا کې وويل، چې مکاو وطن ته د بيا راستنېدو په تېرو ۲۰ کلونو کې وياړلي پرمختګونه او برياليتوبونه تر لاسه کړي دي، د ( په يو هېواد کې دوه نظمونه ) په پلي کولو کې د مکاو تجربې او ځانګړتياوې د يادولو وړ دی، د مکاو د پرمختګ ښه راتلونکی زموږ ګډو هڅو ته اړتيا لري. دا د مکاو لپاره په يو هېواد کې د دوو نظمونو د پلي کېدو ستاينه ده او له دې څخه څرګندېږي چې مرکزي حکومت د مکاو د سمسورتيا او ثبات ته په درنه سترګه ګوري.

له يوې خوا، مکاو په يو هېواد کې د دوو نظمونو پر تطبيق ټينګار کوي او په جدي توګه د اساسي قانون له مخې چارې پرمخ وړي. له بلې خوا، د قانون له مخې لوړه کورواکي اداره کوي، د مکاو خلک تر تاريخ پراخ ديموکراتيکي حقوق او ازادي لري.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای