CRI Online

د کرنې پراختيا صندوق او چين په پاکستان کې د کرهنيزې چارو له پرمختګ سره مرسته کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-12-19 15:25:01

چين او پاکستان دواړه د کرهنيزو چارو لوي هېوادونه دي او په دې ساحه کې يو له بل سره تجربې او تخنيکونه شريکوي. د کرنې پراختيا صندوق، د چين حکومت او د پاکستان حکومت لخوا په کرهنيزو چارو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ سمينار د دسمبر په اوولسمه نېټه په اسلام اباد کې تر سره شو. د چين، پاکستان او نړيوالې څانګې کرهنيز کارپوهانو پر هغو موضوعاتو بحث وکړ چې د دواړو هېوادونو کوچيني کرهنې کورنۍ څنګه له اقليمي بدلون سره برابر وي؟ د چين تجربه شوې کرهنيزن تکنالوژي څنګه د پاکستان په کليو کې استفاده شي؟

د کرنې پرانختيا صندوق د پاکستاني چارو منشي هوبيرت بويرارد په سمينار کې وويل چې په دې وروستيو کلونو کې اقليمي بدلون د ټولې نړۍ پر کرهنيزو چارو ژورې اغيزې کړې دي او د نړۍ د اقليمي خطرونو ګراف له مخې پاکستان په هغو لسو هېوادونو کې دی چې اقليمي کمزورتيا يې تر ټولو زياته ده. د تودوخې لوړتيا او د موسمي باد بدلون د پاکستان کرنې ته سترې ننګونې رسولې دي. چين او پاکستان د کرهنيزو چارو د زياتو ډولو په برخه کې ډېر ورته ټکي لري، نو په دغو چارو کې د چين لاسته راوړنې د پاکستان لپاره د زده کړې وړ دي. هغه وويل چې موږ ټول پوهيږو چې چين په کرهنيزو چارو کې ډېر برياليتوبونه تر لاسه کړي او نويو تخنيکونو يې د بزګرانو او د کرهنيزو څانګو د ګټو او پرمختګ تضمين کړی دی. په چين کې د ځنګلونو ايښودلو په برخه کې لوی پرمختګ شوی. د څه دپاسه يو مليون هکتارو په اندازه ځنګل يې کرلی دی او په دې وجه د دغه هېواد په شمال کې د صحرا کيدو مخه نيول شوې ده. د کرهنيزو چارو پرمختګ په برخه کې د چين تجربې د پاکستان له پرمختګ سره سمون لري او پاکستان ته نوې لارې چارې برابرولی شي.

په پاکستان کې د نفوس د پر له پسې زياتوالي له امله د اوبو سرچينو اړتياوې لوړې شوي، خو د وچ اقليمي بدلون د کرهنيزو چارو فشارونه زيات کړي دي. په دې هکله د چين د کرهنيزو چارو د علمي اکاډمۍ او د بېجينګ د ځنګلونو پوهنتون کارپوهانو د تخنيکونو د نوښت، د صحرا کيدو د مخنيوي او په اغيزمنه توګه پټيو ته د اوبو ورکولو له لارې پر کرنيزو چارو د اقليمي بدلونونو د منفي اغيزو د کموالي په هکله بحثونه کړي دي.

د چين د کرهنيزو چارو د علمي اکاډمۍ د کرهني چاپيريال او د دواملرونکي پرمختګ د څيړنې انسټيټيوټ څيړونکي وانګ جيان دونګ وويل چې په کرهنيزو چارو کې د پاکستان کارپوهانو له شينجيانګ څخه د ليدنې کتنې په وخت کې دا ليدلی چې په شينجيانګ کې د شته وچکالۍ او د باران د کموالي په حال کې پټيو ته د اوبو ورکولو او سپمولو د تکنالوژۍ له لارې ونې زياتې شوي او ميوې هم ښه حاصيلات ورکوي. نو دوی هېله لري چې له چين څخه دغه تکنالوژي پاکستان ته راوړي.

اوس په کرهنيو چارو کې د چين او پاکستان همکارۍ د دواړو هېوادونو د اقتصادي دهليز د ابادۍ په دويم پړاو کې دويم مهم ټکی دی. په پاکستان کې د چين سفارت د اقتصادي او تجارتي څانګې دويم سکريټر ګو وين ليانګ وويل چې د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز په چوکاټ کې د کرهنيزو همکاريو پنځه پلانونه د عملي کيدو او يا د ژر عملي کيدو په حال کې دي. د کرهنيزو چارو پرمختګ او د بې وزليتوب کموالی به په اوږد راتلونکی کې د دواړو هېوادونو تر منځ په همکاريو کې يوه مهمه برخه وي. په کرهنيزو چارو کې د دواړو هېوادونو تر منځ همکارۍ او تګ راتګ تل په پاکستان کې د چين د سفارت يو مهم کار دی. دواړه هېوادونه بايد د اقليمي بدلون د ننګونو په مقابله او د دواړو هېوادونو د اقتصادي دهليز د ابادۍ په نوي پړاو کې د ګډو هدفونو د پلي کولو لپاره خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای