CRI Online

پوټين د چين او روسيې ترمنځ د متقابل باور پر لوړې سويې لوړه ارزونه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-12-20 10:26:52

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين د دسمبر په ۱۹مه نېټه په مسکو کې خپله کلنۍ خبري ناسته تر سره کړه چې ۴ ساعته او ۱۸ دقيقې يې دوام درلود،۱۹۰۰ تنه روسي او بهرنيو خبريالانو پکې ګډون کړی او د روسيې د کورنيو او ديپلوماتيکو چارو په اړه يې له نوموړي څخه۵۷ پوښتنې وکړې. پوټين په دغه ناسته کې د روسيې او چين ترمنځ د اړيکو لوړه ارزونه وکړه او څرګنده يې کړه چې د روسيې او چين ترمنځ متقابل باور بې سارې لوړې سويې ته رسېدلی او د اقتصادي، علمي او تخنيکي همکاريو په شمول زياتو ساحو کې يې د ليدو وړ لاسته راوړنې موندلې دي.

د روسيې او چين ترمنځ د همکارۍ لپاره تر ټولو مهمه خبره، نه شمېرې، او نه هم د همکارۍ ساحې دي، بلکې دا ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ متقابل باور بې سارې لوړې سويې ته رسېدلی دی. دواړو خواوو پر دې بنسټ د اقتصادي همکارۍ په برخه کې مثبتې پايلې موندلې چې د ذات البيني سوداګرۍ کلنی حجم له ۱۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو نه اوښتی او اوس دغه شمېر ۲۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو ته د زياتېدو په حال کې دی. د دې تر څنګ روسيې او چين د عالي تکنالوژۍ، هوانوردۍ او ترانسپورټ په شمول ساحو کې هم پراخې او اغېزمنې همکارۍ کړې. دغه راز دواړو هېوادونو د نړيوال قانوني سيستم د ساتلو او د څو قطبيزې نړۍ د ابادولو لپاره هم مهم رول لوبولی او لوبوي يې.

ولاديمير پوټين پر دې ټينګار وکړ چې روسيه به په اينده کې له چين سره په هراړخيزه ساحه کې ستراتيژيکې همکارۍ وکړي څو د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای