CRI Online

شي جين پينګ د مکاو له ډېرو سيمو څخه ليدنې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2019-12-20 16:18:57
شي جين پينګ د مکاو له ډېرو سيمو څخه ليدنې وکړې

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دسمبر د نولسمې نېټې په سهار د مکاو د ځانګړې اداري سيمې د حکومت له خدمتي مرکز، د هاو جيانګ په نوم منځني ښوونځي او د چين او پورتګالي ژبې ويوونکو هېوادونو ترمنځ د تجارتي همکارۍ له خدمتي ډګر څخه ليدنې وکړې. شي جين پينګ د مکاو ستاينه وکړه چې وطن سره د يو ځای کېدو له شلونو کلونو راهيسې يې د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ په برخه کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.

رئيس شي جين پينګ په همدې ورځ لومړی د مکاو د ځايي حکومت له خدمتي مرکز څخه ليدنه وکړه. دغه مرکز په ۲۰۰۹ کال کې په کار پيل کړی او د ۲۶ حکومتي ارګانونو ۳۳۵ خدمتي چارې پرمخ وړي. شي جين پينګ د ملکي وګړيو لپاره د خدمت برابرونې حالت وپېژندل او له يو اوسېدونکي سره يې خبرې وکړې.

ښاري اوسېدونکی : رئيس صاحب، سلامونه!

شي: تاسې د هويت پېژندپاڼې د تر لاسه کولو لپاره راغلی يئ؟ چارې مو ښې ترسره کېږي که نه؟

ښاري اوسېدونکی : چارې اسانې دي، موږ لومړی په ويبپاڼه کې نوم ثبت کړی او وروسته دلته پېژندپاڼه تر لاسه کوو، کارونه اسان دي.

په دغه خدمتي مرکز کې ښاريانو د ځايي حکومت د اړوندو تدبيرونو په اړه رضايت څرګند کړ. شي جين پينګ وويل، د مکاو د ځانګړې اداري سيمې حکومت ښاريانو ته ښه خدمتونه برابر کړي او وګړيو ته د پاملرنې نظريه ترې ښکاري.

((مکاو په تېرو شلو کلونو کې ستر بدلونونه او برياليتوبونه تر لاسه کړي او په تېره بيا د ملکي وګړيو د ژوند په برخه کې څرګندې لاسته راوړنې لري، دا ډېره د ستاينې وړ ده، ستاسو د نيکمرغه ژوند په هيله! ))

د هاو جيانګ په نوم منځنی ښوونځی په ۱۹۳۲ کال کې جوړ شوی. د روان کال د جون لومړۍ نېټې د ماشومانو تر ورځې مخکې رئيس شي جين پينګ د دغه ښوونځي زده کوونکو ته يو پيغام استولی و او دوی ته يې پکې د ښې زده کړې هڅونه او نيکې هيلې ويلې وې او د مکاو په ټولنه کې د دغه پيغام تود هرکلی وشو. رئيس شي جين پينګ د دسمبر د ۱۹مې نېټې په سهار هم دغه ښوونځي ته لاړ او له ښوونکو او زده کوونکو سره يې وکتل او دوی سره يې خبرې وکړې.

شي جين پينګ د دغه ښوونځي په کتابتون کې د مکاو عمومي ښوونيز حالت او د دې ښوونځي د تاريخ په اړه مالومات واورېدل. هغه وويل، د تاريخ پېژندنې درسونه ستر اهميت لري. چينايان بايد د خپل ملت تاريخ ښه وپېژني.

((هر چينايي د چيني ملت د غړي په توګه بايد د خپل وطن تاريخ ښه وپېژني. ځکه د تاريخ په پېژندنې سره چيني ملت تل يووالی ساتلی شي، او موږ د خپل ملت د کلتور او روحيې په اړه پوره او کافي باور لرو. ))

رئيس شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې سږ کال د نوي چين د جوړېدو اويايمه کاليزه ده، هر چينايی د نوي چين د تر لاسه شويو برياليتوبونو په اړه خوشحال دی او د هېواد د پرمختګ په اړه کلکه اراده لري. وطن سره د مکاو د بېرته يو ځای کېدو له شلو کلونو راهيسې په دغه سيمه کې ستر بدلونونه رامنځته شوي او د مکاو ښاريان په دې ښه پوهېدلي چې په يو هېواد کې د دوو سياسي نظامونو د موجودې پاليسۍ د بنسټ موخه يو هېواد دی. هيله لرم چې د مکاو ښوونيزې ادارې به له هېواد سره د مينې په اړه تعليمي کارونه ښه ترسره کړي او باور لرم چې د مکاو ځوانان به د دې سيمې او هېواد وړ کسان وګرځي.

رئيس شي جين پينګ په همدې ورځ د چين او پورتګالي ژبې ويونکو هېوادونو ترمنځ د تجارتي همکارۍ له خدمتي ډګر څخه هم ليدنه وکړه. دغه ډګر به د دواړو خواوو ترمنځ د غونډو د ترسره کېدو ، د تجارتي خبرواترو، هنري او کلتوري نندارو او د مالوماتي تبادلې لپاره ځايونه ، اسانتياوې او خدمتونه برابر کړي. شي جين پينګ وويل، دغه ډګر د مکاو د خپلې وړتياوې د کارونې او د خپل هېواد د خدمت يو مهم تدبير دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای