د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م په امنيت شورا کې د دسمبر په ۲۰مه نېټه سوريه کې د بهرنيو بشري مرستو ميکانيزم په اړه د دوو مسودو پر سر رايګيرۍ تر سره شوې، خو يادې مسودې نه دي تصويب شوې.
په همدې ورځ په امنيت شورا کې لومړی د بلژيک، جرمني او کويت لخوا د ګډې جوړې شوې مسودې په اړه رايګيري تر سره شوه چې له ۱۵ غړيو څخه ۱۳ يې موافقې رايې ورکړې، خو چين او روسيې د دايمي غړيو په توګه خپلې مخالفې رايې ورکړې دي.
ورپسې په امنيت شورا کې د روسيې لخوا پر جوړې شوې مسودې هم رايګيري تر سره شوې چې په ۵ موافقو، ۶ مخالفو او ۴ ممتنعو رايو سره دغه مسوده هم ناکامه شوې ده. چين دغې مسودې ته موافقه رايه ورکړې ده.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |