د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د هند پوليسو د دسمبر په ۲۰مه نېټه وويل، په همدې ورځ د دې هېواد په اوتار پراديش کې د (( اتباعو هويت قانون )) د تعديل نامې پر ضد شخړه کې ۶ کسان وژل شوي، او زيات شمېر نور ټپيان شوي دي.
سره له دې چې پوليسو د غونډې د ممنوعيت فرمان خپور کړی، خو په همدې ورځ د اوتار پراديش د مرکز لوکنو په شمول په زياتو ځايونو کې ډېر لاريونونه تر سره شوي. پوليسو پر لاريون کوونکو د اوښکې بهونکی ګاز استعمال کړ او برعکس لاريون کوونکو پر پوليسو د ډېرو بريدونه وکړل.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |