د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د هند پوليسو د دسمبر په ۲۱مه نېټه وويل، په همدې ورځ د دې هېواد په اوتار پراديش کې يو سړی د (( اتباعو هويت قانون )) د تعديل نامې پر ضد په شخړه کې وژل شوی چې په دې سره د شخړو له امله د وژل شويو کسانو شمېر ۱۵ ته رسېدلی دی. د اوتار پراديش يو لوړ پوړي پوليس له سينهوا اژانس سره په تليفوني مرکه کې وويل، په تېرو ۳ ورځو کې په دې سيمه کې ۱۵ تنه د شخړو له امله وژل شوي. په ۲۰مه نېټه ۱۳ تنه وژل شوي چې پکې يو ۸ کلن هلک د تر پښو لاندې کېدو له امله وژل شوی. د خبر له مخې، د دې سيمې حکومت د لاريون د ممنوعيت حکوم خپور کړی او د مرکز لوکنو په شمول په ۱۲ برخو کې يې موبايل انټرنېټي خدمت بند کړی.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |