CRI Online

د چين، افغانستان او پاکستان تر منځ د کولتوري ميراث فورم په اروموچي کې تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2019-12-22 18:16:57

د چين د بهرنيو چارو وزارت د اسيايي چارو ادارې لومړي سکريټر جانګ جی جونګ

د افغانستان د اطلاعاتو او کولتور وزارت د دولتي موزيم د تعديل پروژۍ منشي غفران حنيفي

د چين د راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، د چين، افغانستان او پاکستان تر منځ د کولتوري ميراث فورم د دسمبر په ۲۱مه نېټه د چين د شينجيانګ د اويغور کورواکۍ سيمې په مرکز وروموچي کې تر سره شو. د کولتوري ميراث ساتنې په چارو کې د يادو دريو هېوادونو څه دپاسه شلو اړوندو چارواکو او کارپوهانو په دغه فورم کې ګډون وکړ او د کولتوري ميراث په برخه کې د لرغون پيژندنې، د پرمختللې تکنالوژۍ پر مټ په راتلونکې کې د کولتوري ميراث د ساتنې او نورو نسلونو ته د دغو اثارو په ميراث پاتې کېدو د څرګندوالي په اړه د تدبيرونو په شمول موضوعاتو د نظريو تبادلې وکړې.

د چين د بهرنيو چارو وزارت د اسيايي چارو ادارې لومړي سکريټر جانګ جی جونګ د دغه فورم په پرانيستونکو مراسمو کې وويل چې چين، افغانستان او پاکستان دريواړه بډای کولتوري ميراثونه لري. دغه فورم د چين، افغانستان او پاکستان د خارجه وزيرانو تر منځ د ديالوګ د ميکانيزم په چوکاټ کې يوه واقعي همکاريزه برخه ده. د دريواړو هېوادونو تر منځ د کولتوري تګ راتګ د يو مهم فعاليت او د اسيا د کولتوري ميراث د ساتنې د فعاليتونو د يوې برخې په توګه د دغه فورم هدف د کولتوري ميراث د ساتنې په ساحه کې د دريواړو هېوادونو تر منځ د دوستانه تګ راتګ او همکارۍ پياوړي کول دي.

د افغانستان د اطلاعاتو او کولتور وزارت د دولتي موزيم د تعديل پروژۍ منشي غفران حنيفي په خپله وينا کې وويل چې افغانستان د اسيا په مرکز کې پروت دی او د وريښمو لارې په اوږدو کې يو مهم تم ځای هم دی چې په تاريخ کې په مختلفو ملکونو کې د واکمنيو له بدلونونو وروسته شتمن او زيات کولتوري ميراثونه لري. خو د څو لسيزې د جنګونو له امله زيات تاريخي کولتوري ځايونو خراب شوي، ډېر ارزښتناک تاريخي اثار ورک شوي او خراب شوي دي، د تاريخي اثارو د ساتنې حالت د انديښنې وړ دی. نو افغانستان هېله لري چې د چين او افغانستان په شمول د نورو هېوادونو کمکونه تر لاسه کړي او دغه فورم به د تاريخي اثارو د ساتنې په چارو کې د دريو هېوادونو تر منځ پر همکاريو فعالې اغيزې واچوي.

د پاکستان د تاريخي او کولتوري ميراث په دولتي ادارې کې د لرغون پيژندنې کارپوه راشيق احمير په خپله وينا کې وويل چې چين، افغانستان او پاکستان دريواړه زيات تاريخي ځايونه او کولتوري ميراثونه لري او د کولتوري ميراث د ساتنې په برخه کې هم له مختلفو ننګونو او هم فرصتونو سره مخامخ دي. د ياد فورم تر سره کول د دريو هېوادونو تر منځ د کولتوري همکارۍ او د دريو هېوادونو د کارپوهانو د نظريو د تبادلې لپاره ښه فرصت برابروي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای