CRI Online

کېدای شي ايران هم اټومي تړون ودروي

cri     (GMT+08:00) 2019-12-23 10:18:53

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د ملي امنيت د عالی شورا سرمنشي علي شامخاني د دسمبر په ۲۲مه نېټه وويل، که اروپا د اټومي تړون په اړه خپلې ژمنې پلې نه کړي، نو ايران به هم د د غه هېواد د اټومي مسئلې د تړون پلي کول بند کړي.

شامخاني په همدې ورځ د ايران له دولتي ټلويزيون سره په مرکه کې وويل، د ايران د اټومي مسئلې له تړون څخه د امريکا تر وتلو وروسته، د اروپا درې خواوو ژمنې وکړې چې د تړون ساتنه به وکړي او د ايران ګټې به تضمين کړي، خو تر اوسه پورې دوی خپلې ژمنې نه دي پلې کړي.

نوموړي وويل، اروپا د عملي تدبير په وسيله د دې تړون ساتنه نه ده کړې. که دوی اړوندې ژمنې پلې نه کړي، ايران به د دې تړون د درولو لپاره د پنځمې دورې تدبيرونه ونيسي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای