CRI Online

د "۲۰۱۹- همکارۍ" تر عنوان لاندې د چين او هند د ځمکنيو پوځونو ګډ تمرين ترسره شو

cri     (GMT+08:00) 2019-12-23 10:50:47

د "۲۰۱۹- همکارۍ" تر عنوان لاندې د چين او هند د ځمکنيو پوځونو ګډ تمرين ترسره شو

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د "۲۰۱۹- همکارۍ" تر عنوان لاندې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په اړه د چين او هند د ځمکنيو پوځونو ترمنځ ګډ تمرين د هند په ميغاليه ايالت کې په برياليتوب سره پای ته ورسېد.

دغه ګډ تمرين ۱۴ ورځې دوام درلود او چين او هند په جلا توګه ۱۳۰ تنه سرتيري دغه تمرين ته ليږلي وو. د دواړو خواوو سرتيرو د دې تمرين په بهير کې په ګډه ژوند او تمرين وکړ، يو له بل يې زده کړه وکړې او خپلمنځي تفاهم يې پياوړی کړ. د هند د کتونکي پلاوي مشر بريد جنرال ساندهو وويل، د دې تمرين له پسې د دواړو خواوو د پوځونو ترمنځ اړيکې لا نورې ټينګې او خپلمنځي باور او همکارۍ يې هم لا پسې پياوړې شوې دي.

دا د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په اړه د چين او هند د ځمکنيو پوځونو ترمنځ اتم ګډ تمرين و. (هيله)


1  2  
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای