CRI Online

د ترکيې ولسمشر : ترکيه به د سوريې زيات کډوال و نه مني

cri     (GMT+08:00) 2019-12-23 11:18:45

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې ولسمشر رجيب طيب اردوګان د دسمبر په ۲۲مه نېټه په استانبول کې وويل، د سوريې د ادليب ۸۰ زره کډوال د ترکيې سرحد پر لوري کوچيدلي، خو ترکيه به د سوريې نور کډوال و نه مني.

هغه وويل، ترکيه به د روانې مياشتې په ۲۳مه نېټه مسکو ته يو پلاوی ولېږي، له روسيې سره به د ادليب حالاتو په باب خبرې اترې وکړي او له دې وروسته به راتلونکی پلان وټاکي.

د مالوماتو له مخې، په دې وروستيو کې د سوريې په ادليب ايالت کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو ډلو تر منځ کله کله پېښې رامنځته کېږي، چې له امله يې ګڼ شمېر ځايي وګړي د سوريې او ترکيې سرحدي سيمې ته تښتېدلي دي. ترکيې د سوريې کابو ۳ ميليونه او ۶ لکه کډوال منلي دي، د ترکيې حکومت وايي چې د دغو کډوالو لپاره يې ۴۰ مليارډه ډالره لګولي دي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای