CRI Online

د چين، جاپان او کوريا جمهوريت به د درېواړو خواوو د ازادې سوداګريزې سيمې د تړون د خبرو اترو بهير پرمخبوزي

cri     (GMT+08:00) 2019-12-23 14:41:52
د چين، جاپان او کوريا جمهوريت به د درېواړو خواوو د ازادې سوداګريزې سيمې د تړون د خبرو اترو بهير پرمخبوزي

د چين، جاپان او کوريا جمهوريت د اقتصاد او سوداګرۍ د وزيرانو ۱۲مه غونډه د دسمبر په ۲۲مه نېټه په بېجينګ کې ترسره شوه. درېو خواوو دا بياتکرار کړه چې دوی به د دې لپاره کوښښونه وکړي چې د سيمه ييزو هراړخيزو اقتصادي همکاريزو اړيکو تړون د راتلونکي کال په ټاکلي وخت کې لاسليک شي او پر دې بنسټ به د دريو خواوو ترمنځ د ازادې سوداګريزې سيمې د تړون د خبرو اترو بهير پرمخبوزي. درېو خواوو د سيمه ييز اقتصاد د يو ځای کېدو، سيمه ييزې همکارۍ، انلاين سوداګرۍ، پيوستون او انرژۍ په برخو کې د خپلمنځي همکارۍ په اړه د نظريو تبادلې وکړې او ډېرې موافقې يې تر لاسه کړې چې د چين، جاپان او کوريا جمهوريت د اتمې سرمشريزې غونډې لپاره يې ښې تياريانې نيولي دي.

سږ کال د چين، جاپان او کوريا جمهوريت ترمنځ د همکارۍ له شلمې کاليزې سره برابر دی. د يوې شمېرنې له مخې، په ۲۰۱۸ کال کې د دريو هېوادونو ترمنځ عمومي سوداګريز ارزښت شل زرو اته سوو مليارډو امريکايي ډالرو ته رسېده او خپلمنځي پانګونې يې له ۱۱ مليارډو ډالرو څخه هم زياتې وې.

د چين د سوداګرۍ وزير جونګ شان د وزيرانو تر غونډې وروسته په يوه خبري ناسته کې وويل، اوس نړيوال اقتصاد د کمزورېدو په حال کې دی، د سوداګرۍ د ساتنې غوښتنې او يواړخيز نظرونه پياوړي شوي، موږ درې هېوادونه بايد خپلمنځي همکارۍ لا پياوړې کړو او د سيمې او نړۍ د سولې، ثبات او سمسورتيا لپاره دې خدمتونه ترسره کړو. هغه وويل

((موږ به هڅه وکړو چې د راتلونکي کال په ټاکلي وخت کې د سيمه ييزو هراړخيزو اقتصادي همکاريزو اړيکو تړون لاسليک شي او پر دې بنسټ به د چين، جاپان او کوريا جمهوريت ترمنځ د ازادې سوداګريزې سيمې د تړون د خبرو اترو بهير پرمخبوزو. برسيره پر دې، موږ به د اپيک او G20 په چوکاټ کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړو، د سوداګرۍ د نړيوال سازمان په مرکزيت د سوداګرۍ څواړخيز نظام وساتو او د نړيوال اقتصاد د لا پرانيستې کېدو لپاره به کوښښونه وکړو.))

د کوريا جمهوريت د صنعت او سوداګرۍ وزير چينګ يون مو د وزير جونګ شان له وينا سره موافقه وکړه او په راتلونکي کال کې د سيمه ييزو اقتصادي همکاريزو اړيکو تړون له لاسليک څخه يې ملاتړ څرګند کړ. هغه وويل په شمال ختيځه اسيا کې د ثابتې سيمه ييزې همکارۍ د عملي کولو لپاره د دريو هېوادونو ترمنځ د څواړخيزې همکارۍ چوکاټ جوړېدل ډېر مهم دي. هغه وويل

((موږ درې هېوادونه بايد د سوداګرۍ د څواړخيز نظام د ساتلو لپاره د نړيوال سوداګريز سازمان په اصلاحاتو کې ښې همکارۍ وکړو او په دوامداره توګه دې د سوداګرۍ ساتنې له نظر سره مخالفت وکړو. موږ به په راتلونکي کال کې د سيمه ييزو اقتصادي همکاريزو اړيکو د تړون د لاسليک لپاره هڅې وکړو. برسيره پر دې، درې خواوې بايد د ازادې سوداګرۍ د لوړې سويې تړون لاسليک کړي. ))

د جاپان د اقتصادي چارو وزير کاجيما هيروشي وويل په دغه غونډه کې د چين، جاپان او کوريا جمهوريت ترمنځ د همکارۍ پر اهميت ټينګار شوی، درې خواوې به د سوداګرۍ او پانګونې د يوې ازادې، عادلانه، پرانستې او ښې زمينې د جوړولو لپاره کوښښونه وکړي. هغه وويل

((موږ موافقه وکړه چې د سوداګرۍ د نړيوال سازمان په اصلاحاتو کې به همکارۍ وکړو. فکر کوم چې د چين، جاپان او کوريا جمهوريت ترمنځ د ازادې سوداګرۍ تړون او د انلاين سوداګرۍ د خبرو اترو په شمول د نړيوال سوداګريز سازمان اصلاحات د سوداګرۍ د اسانېدو او پرانيستونکي بهير د پرمخبيولو لپاره ډېر مهم دي. ))

په ياده غونډه کې يوه ګډه اعلاميه هم خپره شوه چې پکې د انلاين سوداګرۍ په برخه کې د زياتې همکارۍ په اړه د دريو هېوادونو شرکتونه هڅول شوي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای