CRI Online

چين په خپله خوښه پر وارداتو د تعرفو اندازه ټيټوي

cri     (GMT+08:00) 2019-12-23 20:41:39

د چين د دولتي شورا د ګمرکي مالياتو د اصولو جوړولو کميټې په دې وروستيو ورځو کې اعلان وکړ چې د موټرو د پرزو په شمول به پر ځينو وارداتو تعرفې ټيټې کړي. دا ځل چين په خپله خوښه له نورو هېوادونو څخه خپل هېواد ته پر وارداتو د تعرفو اندازه ټيټوي چې چين په فعاله توګه د وارداتو د پراخوالي، د واردولو پټ توان پياوړتيا او د وارداتي جوړښت غوره والي لپاره کوشش کوي. له دې څخه څرګنديږي چې چين اوس د ټاکلي اقدام له مخې د اصلاحاتو او ورخلاصون او د اقتصاد د باکيفيته پرمختګ او د لا پرانيستي نړيوال اقتصاد د ابادۍ هڅونه کوي. چين چې يو لوی بازار او ستر مصرفي هېواد دی، غواړي چې خپلې دروازې لا نورې پرانيزي، هرومرو به د نړۍ د لا ښو توليداتو لپاره يو پراخ بازار برابر کړي، په ځانګړې توګه پرمختيايي هېوادونه د چين له پرمختګ څخه ګټې اخيستلی شي او نړيوال اقتصاد له قوت ورکوي چې د کمزورتيا له ضشار سره مخامخ دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای