CRI Online

ترکيې له يوې مياشتې راهيسې ۱۱۰ تنه ترهګر خپلو اصلي هېوادونو ته سپارلي

cri     (GMT+08:00) 2019-12-24 10:52:34
ترکيې له يوې مياشتې راهيسې ۱۱۰ تنه ترهګر خپلو اصلي هېوادونو ته سپارلي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې د کورنيو چارو وزارت د دسمبر په ۲۳مه نېټه وويل، د تېر نومبر له يوولسمې نېټې راهيسې يې ۱۱۰ تنه ترهګر خپلو اصلي هېوادونو ته سپارلي دي.

دغه وزارت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د دغو ترهګرو کورنۍ به هم خپلو اصلي هېوادونو ته وسپارل شي. په اعلاميه کې دا نه دي ياد شوې چې ياد ترهګر داعشيان دي او که نورو ډلو پورې تړاو لري.

د ترکيې انادولو اژانس خبر ورکړی چې دغه ترهګر له جرمني، فرانسې، بريټانيا، بلژيک، هالنډ او مراکش په شمول له ځينو نورو هېوادونو څخه ترکيې ته راغلي وو. (هيله)

  

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای