د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې صدراعظم دميتري ميدويديف د دسمبر په ۲۳مه نېټه وويل، د امريکا بنديزونه به د نارډ ستريم پر پروژې اغېزه و نه لري.
د روسيې خبري رسنيو په همدې ورځ د ميدويديف په حواله خبر ورکړ چې په داسې حال کې چې د اوکراين له لارې له روسيې څخه اروپا ته طبيعي ګازو د ليږد تړون لاسليک شوی، د امريکا بنديزونه به د نارډ ستريم پر پروژې هيڅ اغېزه و نه لري. هغه وويل، روسيه به خامخا د نارډ ستريم پروژه بشپړه کړي، امريکا هم په دې پوهېږي.
ميدويديف وويل، د امريکا دغه عمل بې موجبه رقابت دی، له نړيوالو تړونونو او د نړيوال تجارت له مقرراتو څخه سرغړونه ده او د اروپايي هېوادونو ګټې يې ويجاړې کړې دي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف په همدې ورځ د روسيې په فيډرالي شورا کې په خپلو خبرو کې وويل، پر نارډ ستريم پروژې د امريکا بنديزونه د منلو وړ نه دي، روسيه به دې ته ځواب ورکړي. د امريکا له دې عمل څخه څرګندېږي چې د بنديز او تهديد په وسيله خپله موخه پوره کول د امريکا ديپلوماتيکې پاليسي ده. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |