د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سعودي عربستان لويې څارنوالۍ د دسمبر په ۲۳مه نېټه وويل، د دغه هېواد د خبريال جمال خاشقجي د وژنې په تړاو پنځه تنه په مرګ محکوم شول.
د سعودي لويې څارنوالۍ په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د رياض جنايي محکمې پر هغو پنځو تنو چې د جمال خاشقجي په وژنه کې يې مستقيم لاس درلود، د مرګ حکم وکړ، درې نور کسان په ۲۴ کلن بند محکوم شول، او درې تنه نور بې ګناه وپېژندل شول. په دې اعلاميه کې راغلي، د سعودي د مالوماتي ادارې پخوانی مرستيال احمد العسيري د شواهدو د کمښت له امله خوشی شو. د سعودي د وليعهد سلاکار سعود القحتاني تر څار لاندې و، خو هېڅ داسې شواهد نشته چې نوموړی ګنهګار ثابت کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |