د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د اټومي انرژۍ سازمان رئيس علي اکبر صالحي د دسمبر په ۲۳مه نېټه وويل، د دغه هېواد د اراک د درندو اوبو راکتور دوهمې برخې په کار پيل وکړ. نوموړي وويل، د دوهمې برخې په کار لوېدل د دغه راکتور د استخراج لپاره يو مهم ګام دی.
د مالوماتو له مخې، د اراک راکتور له دوو برخو څخه جوړ شوی. د لومړۍ برخې رول د راکتور له مرکزي برخو څخه د تودوخې ايستل دي او د دوهمې برخې دنده له لومړۍ برخې څخه يخچالونو ته د تودوخې ليږدول دي. د لومړۍ برخې د کار د پيل لپاره بايد مخکې له مخکې دوهمه برخه په کار ولوېږي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |