CRI Online

د چين حکومت به په راتلونکي کال کې د ځينو وارداتي توليداتو ګمرکي تعرفې تنظيمې کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-12-24 16:28:40

چين به د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ له لومړې نيټې څخه د وارداتو د زياتوالي او د وارداتي جوړښت د ښه والي لپاره په لنډمهاله توګه د خوړو،د نوي ډول درملو او د عصري تخنيکي پرزو په شمول پر ۸۵۰ ډولو وارداتي توليداتو ګمرکي تعرفې کمې کړي.د کارپوهانو په اند دغه پرېکړه به د چين له خوا د ورخلاصون د لاپراخولو، د سوداګرۍ د باکيفيته پرمختګ د پرمخبيولو او د خلکو د نيکمرغۍ د تر لاسه کولو لپاره ګټوره وي.

د چين د ګمرکاتو د عمومي ادارې د يوې شمېرنې له مخې د روان کال په لومړيو يوولسو مياشتو کې د چين د مالي سوداګرۍ د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت ۲۸۵۰۰ مليارډه يوانو ته رسيدلی چې په دې جمله کې يې صادراتي ارزښت ۱۵۵۵۰ مليارډه يوانه و او پرمختيايي انډول يې په سلو کې ۴ اعشاريه ۵ زيات شوی دی. د دې ترڅنګ وارداتي ارزښت يې ۱۲۹۵۰ مليارډه يوانو ته رسيدلی چې دغه رقم د تېر کال له همدې مودې سره برابر و.

د چين د ټولنيزې اکاډمۍ د نړيوال اقتصاد او سياست د څېړنيز مرکز څېړونکي ګاو لينګ يون په دې اند دی چې چين په پر له پسې توګه د ورخلاصون سويه لوړه کړې او له دې لارې يې باکيفيته پرمختګ موندلی دی . د باکيفيته پرمختګ تر ټولو مهم ټکی دا دی چې وارداتي او صادراتي جوړښت بايد برابر شي.د چين صادراتي پيمانې په نړۍ کې لومړی مقام نيولی دی. په دې برخه کې د چين د راتلونکي کار مهم ټکی وارداتي پيمانه او کيفيت دی. هغه وويل ، مونږ وينو چې د چين ياده کړنه د صادراتي او وارداتي جوړښت د بشپړتيا، د وارداتي توليداتو د کيفيت د لوړوالي او د خلکو له مصرف سره د اقتصادي پرمختګ د سمون لرلو لپاره ډېره مهمه ده.

د چين حکومت له ۲۰۱۵ کال څخه په خپل هېواد کې د مصرف د زياتوالي او د اوسېدونکو د مصرفي اړتياوو د پوره کولو لپاره پنځه ځلې د ژوند پر لومړنيو توکو ګمرکي تعرفې راټيټې کړې دي. د کارپوهانو په اند د چين حکومت د ګمرکي تعرفو د تنظيمولو په بهير کې د خلکو ورځني ژوند او روغتيايي اړتياوو ته ډېره پاملرنه کړې ده.

د بېلګې په توګه په دې وروستيو کلونو کې په چين کې د قشکر ناروغۍ او د ساه بندۍ په پرمختيايي تمايل کې داسې نښه نښانې ليدل کېدلې چې ډېر ځوانان په دغو ناروغيو اخته شوي دي.چين دا ځل پر وارداتي توليداتو د ګمرکي تعرفو د تنظيمولو په ترڅ کې د يادو دوو ناروغيو د درملنې په پار پر اومه توکو هېڅ ګمرکي تعرفې نه دی اخيستی تر څو اړوند ناروغان پر وخت درمل وخوري او روغتيايي حالت يې تر کنترول لاندې ونيول شي. په دې هکله د چين د مرکزي پولي پوهنتون د ماليي چارو پوهنځي پروفيسر فان يونګ وويل، په چين کې د شکر او ساه بندۍ په ناروغيو د اخته کسانو شمېر د زياتوالي په حال کی دی. که ځيني وارداتي درمل وکارول شي، نو دغه ناروغۍ به په اغيزمنه توګه کنترول شي. پر دغو درملو د ګمرکي تعرفو راټيټول هرو مرو زمونږ د خلکو د روغتيا د ساتلو لپاره ګټور دی.

سربېره پردې چين د عصري تخنيکو د پراخوالي او د اړوندو چارو د پرمختګ لپاره د مخکښو تجهيزاتو، پرزو او اومو توکو په شمول پر وارداتي توليداتو ګمرکي تعرفې کمې کړې. د چين د ټولنيزې اکاډمۍ د نړيوال اقتصاد او سياست د څېړنيز مرکز څېړونکي ګاو لينګ يون وويل ،پر دغو توليداتو د ګمرکي تعرفو د ټيټولو له لارې به د ځينو عصري تخنيکي توليداتو واردات زيات او د کورنيو تخنيکونو سويه به لوړه شي او باکيفيته پرمختګ به هم وموندل شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای