د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د دسمبر په ۲۳مه نېټه، د سوريې د شمال رقه ايالت د تيرابيد ښارګوټي په سورق کلي کې د موټر بم چاودنه وشوه چې له امله يې ۵ عام وګړي ووژل شول او ۱۵تنه نور ټپيان شول. د دغه بريد له امله په سيمه کې کورونه او بنستيز تاسيسات هم ويجاړ شوي دي.
د مالوماتو له مخې، ترکي ځواکونو او د دوی تر ملاتړ لاندې د سوريې مخالفو ډلو د اکتوبر په ۱۳مه نېټه سورق ونيوه او له دې وروسته ګڼ شمېر ځايي وګړي نورو سيمو ته کوچيدلي دي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |