CRI Online

چين، جاپان او کوريا جمهوريت د څواړخېرې همکارۍ د هڅولو غږ وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-12-24 21:25:59

د چين، جاپان او کوريا جمهوريت تر منځ د مشرانو ۸مه غونډه د دسمبر په ۲۴ مه نېټه د چين په چنګ دو کې تر سره شوه. په دغه غونډه کې په راتلونکو ۱۰ کلونو کې د چين، جاپان او کوريا جمهوريت تر منځ د همکارۍ هيله په ډاګه شوې او د چين، جاپان او کوريا جمهوريت او نورو هېوادونو تر منځ د تر لاسه شويو د برياليتوبونو ليست په شمول د تر لاسه شوي سندونه تصويب شوی. درېيو واړو هېوادونو يو ځل بيا د ازادې سوداګرۍ او څواړخېزم پر ساتلو په ټينګار سره وويل چې د سيمه ييزو هراړخيزو اقتصادي همکاريزو اړيکو تړون د لاسته راوړنو پر بنسټ به د درېيو خواوو د ازادې سوداګرۍ سيمې د تړون په اړه د سلامشورې بهير پرمخ بوزي او له دې امله به بهرنيو هېوادونو ته د څواړخيزې همکارۍ د هڅولو غږ وکړي.

اوسمهال ځايي سوداګرۍ ساتونکې تګلارې، يواړخيزتوب او زورواکۍ د نړۍ سولې او ثبات ته ګواښونه رسولي دي. ځيني هېوادونو د ګمرکي تعرفو لوړولو او د تجارتي فعاليتونو د پلټنې له لارې د نورو هېوادونو پر تجارتي فعاليتونو فشار راوړی، د ګردې کرې د ادارې سيستم يې اغېزمن کړی او په نړۍ کې يې د سوله او ثابت له ګواښ سره مخ کړی. چين، جاپان او کوريا جمهوريت په نړۍ کې تر ټولو اغېزمن اقتصادونه دي، دا ډېر مهم دی چې درې واړه هېوادونه به همغږۍ او سلامشورې لا پياوړی او همکارۍ به ژورې کړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای