د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د ترکيې د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند ابراهيم کالين د دسمبر په ۲۴مه نېټه وويل چې ترکيه د سوريې په شمال لوېديځ ادليب کې د اوربند د نوي تړون د پلي کولو لپاره له روسيې سره خبرې کوي.
کالين په همدې ورځ په يوه تلويزيوني خبري ناسته کې وويل چې دا خبرې د وسله والو د پرله پسې سيمه ييزو شخړو د پای ته رسولو لپاره دي او وسله وال بريدونه بايد سمدستي د نوي اوربند له شرايطو سره له منځه يووړل شي.
ترکيې د روانې مياشتې په ۲۳مه نېټه د سوريې د ادليب د وضعيت په اړه د بحث لپاره يو پلاوی مسکو ته استولی دی.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |