CRI Online

کويټ او سعودي عربستان په ازاده سيمه کې د نفتو د استحراج بل تړون لاسليک کړ

cri     (GMT+08:00) 2019-12-25 10:29:45

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کويټ د بهرنيو چارو وزارت د دسمبر په ۲۴مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، کويټ او سعودي عربستان په همدې ورځ په ازاده سيمه کې د نفتو د استحراج لپآره بل تړون لاسليک کړ.

په دې اعلاميه کې ويل شوي چې د دواړو هېوادونو استازو د کويت د بهرنيو چارو په وزارت کې يو تړون او د مفاهم يو ياددښت لاسليک کړل چې موخه يې ترې د دواړو هېوادونو تر منځ د سرحدي ازادې سيمې په دوه نفت لرونکو سيمو کې د نفتو استحراجول دي. دا تاريخي برياليتوب د دواړو خواوو د نژدې همکاريو نتيجه ده.

په دې اعلاميه کې د نفتو د استحراج وخت او موده نه دي ياد شوي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای