د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اوکراين د سمندري ځواکونو لويې قوماندنۍ د دسمبر په ۲۴مه نېټه اعلان وکړ چې د امريکا د توغندي ضد مخربه بيړۍ ( فرانک روز ) په همدې ورځ د اوکراين اودسا بندر ته ورسېدله، د دې بيړۍ موخه د اوکراين او امريکا د سمندري ځواکونو تر منځ د همکارۍ او د امريکا او ناټو تر منځ د همکاريزو اړيکو پياوړتيا ده.
دا يه سږ کال کې له تور سمندر څخه د امريکا پوځي بيړۍ اتم سفر دی. د نننۍ روسيې خبري آژانس خبر ورکړي چې د روسيې سمندري ځواکونو تور سمندر ته د ( فرانک روز ) بيړۍ تر ننوتلو وروسته د دې بيړۍ د تعقيب لپاره خپله پوځي بيړۍ ولېږله. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |