CRI Online

د سوريې حکومتي ځواکونو له وسله والو ډلو څخه څه باندې ۴۰ کلي او ښارګوټي بېرته ونيول

cri     (GMT+08:00) 2019-12-25 10:59:44

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې پوځ د دسمبر په ۲۴مه نېټه وويل، د دې هېواد حکومتي ځواکونو په دې وروستيو ورځو کې په شمال ادليب ايالت کې پوځي عملياتو ته دوام ورکړی او له وسله والو څخه يې تر اوسه پورې څه باندې ۴۰ کلي او ښارګوټي بېرته نيولي دي.

د دې هېواد پوځ په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې حکومتي ځواکونو په ادليب ايالت کې له جنوب او جنوب ختيځي لوري څخه پر وسله والو ډلو بريدونه وکړل چې تقريباً ۳۲۰ مربع کيلومتره خاوره يې بېرته ترې نيولې ده، څه باندې ۴۰ کليو او ښارګوټو ته ننوتلي دي او د (( جبهة فتح الشام )) په شمول ځينې نور تندلاري سازمانونه يې له دغې سيمې څخه شړلي دي.

په دې وروستيو ورځو کې د سوريې حکومتي ځواکونه د ادليب ايالت په جنوب او جنوب ختيځ کې له وسله والو سره په جګړه کې ښکيل دي چې له امله يې د سيمې ګڼ شمېر خلک د دې هېواد سرحدي ته تښتېدلي دي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای