CRI Online

لي که چيانګ د چين، جاپان او کوريا جمهوريت د مشرانو په غونډه کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-12-25 15:07:14

د چين، جاپان او کوريا جمهوريت د مشرانو اتمه غونډه د دسمبر د ۲۴مې نېټې په سهار د سه چوان ولايت په چنګ دو ښار کې تر سره شوه. په دغه غونډه کې د چين صدراعظم لي که چيانګ، د کوريا جمهوريت ولسمشر مون جای اين او د جاپان لومړي وزير شينزو ابي برخه اخيستې وه. لي که چيانګ وويل چې موږ بايد پر راتلونکي تمرکز وکړو ، د چين ،جاپان او کوريا جمهوريت همکارۍ بايد په ستراتيژيکي لحاظه د اوږد مهال لپاره پلان کړو او ملګرتيا رامنځته کړو. درې واړه هېوادونه بايد د ازادو سوداګريزو سيمو په اړه خبرې اترې ګړندۍ کړي ، په پای کې دې په لوړې کچې ازادې سوداګريزې سيمې ابادې کړي او د سوداګرۍ او پانګونې لپاره دې په لوړې کچې ازادي او اسانتيا رامنځته کړي. يادې غونډې د راتلونکو لسو کلونو لپاره د چين، جاپان او کوريا جمهوريت د همکاريو په اړه يو لړ سندونه خپاره کړل.

ياده غونډه د درېيو هېوادونو د همکاريزو اړيکو د ټينګېدو د شلمې کليزې په مناسبت جوړه شوې وه. د شلو کلونو پرمختګ وروسته ، د چين ، جاپان او کوريا جمهوريت د مشرانو د غونډو په مرکزيت او د۲۱ وزيرانو د پر له پسې ناستو او د دوی په ملاتړ د درېيو هېوادونو ترمنځ د همکاريو يو هراړخيز سيسټم رامنځته شوی او له ۳۰ څخه زياتو برخو لکه د اقتصاد او تجارت ، چاپيريال ساتنې ، ناورين کمولو، مخابراتو ، او ساينس او ټېکنالوژۍ په برخو کې يې همکارۍ ترسره کړې دي. لي که چيانګ په ياده غونډه کې وويل، موږ ټول په دې باور يوو چې بايد متقابل سياسي باور پياوړی او د خپلمنځي همکارۍ لار هواره کړو. موږ ټول چمتو يوو چې په ستراتيژيک لحاظه د چين،جاپان او کوريا جمهوريت اوږد مهاله همکارۍ په پام کې ونيسو ، په سمه توګه تاريخ ته وګورو ، راتلونکی پرانيزو او په دوامداره توګه ګډې ګټې پراخې کړو. موږ په بېلا بېلو برخو کې راتلونکي ته ستراتيژيک پلان جوړ کړی دی.

لي که چيانګ د درېيو هېوادونو ترمنځ د ژورې همکارۍ په اړه وړانديزونه وکړل. هغه وويل چې درې واړه هېوادونه بايد د متقابل اعتماد بنسټ ټينګ کړي ، د همکارۍ عمومي وضعيت دې وساتي ، د يو بل پرمختګ سره دې معقول چلند وکړي ، د يو بل اصلي ګټو او لويو انديښنو ته دې درناوی وکړي او د خبرو اترو او مشورو له لارې دې توپيرونه حل کړي. هغه وويل چې موږ ټول د سيمه ييزو هراړخيزو اقتصادي همکاريزو اړيکو تړون د ژر لاسليک ملاتړ کوو. درې واړو خواو د تايلنډ د ختيځې اسيا د مشرانو په غونډه کې سياسي ژمنې وکړې او موږ د چين ،جاپان او کوريا جمهوريت د ازادې سوداګرۍ سيمې جوړولو ته هم چمتو يوو چې دا نه يوازې د ازادې سوداګرۍ د ساتلو او د نړۍ د سولې لپاره مناسب دی ، بلکې د نړيوال سوداګريز سازمان د اصلاحاتو د پرمخبيولو لپاره هم ګټور دی.

لي که چيانګ زياته کړه چې چين ، جاپان او کوريا جمهوريت ټول د نوښت لوی هېوادونه دي او ګډې ګټې لري. درې واړه خواوې بايد د نوښت توان پياوړی او پايلې يې شريکې کړي. درې واړه هېوادونه بايد د سپورټ ، المپيک او ځوانانو په اړه د نظريو تبادلې او همکارۍ پياوړې کړي ، د روغتيا ، عمر ، او د اقليمي بدلون په برخو کې دې واقعي همکارۍ پياوړې کړي.

لي که چيانګ په خپله وينا کې وويل چې اوسنی نړيوال جوړښت ژورو اصلاحاتو ته اړتيا لري،چين ، جاپان او کوريا جمهوريت بايد اتحاد او همکارۍ پياوړې کړي ، په ګډه دې له ننګونو سره مقابله وکړي او د سيمې او نړۍ سمسورتيا او ثبات لپاره دې خدمتونه وکړي. درې واړه هېوادونه بايد په ګډه سيمه ييزه سوله او ثبات وساتي. هغه وويل چې درې واړو خواوو د نړيوال او سيمه ييز وضعيت په ځانګړي توګه د کوريا ټاپو وزمې په اړه هم نظرونه تبادله کړل. موږ تاکيد وکړ چې د درېيو خواوو ګډ هدف له کوريا ټاپووزمې څخه ذروي وسلو پاکول او په ختيځې اسيا کې دوامداره سوله ده. موږ موافق يوو چې خبرې اترې او مشورې د کوريا ټاپووزمې د مسئلې د حل يوازنۍ لار ده. درې واړه خواوې غواړي له نړيوالې ټولنې سره يو ځای په سياسي لارې د کوريا ټاپووزمې مسئله حل کړي څو په دې سيمې کې دايمي امنيت رامنځته شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای