د بريتانيا ساندې ټايمز ورځپاڼې څه موده مخکې پر چين تور ولګاوه چې د شانګهای د چينګ پو په زندان کې يې بهرني بنديان د کريسمس کارت جوړولو ته اړ ايستلي دی. خو CGTN خبر ورکړی چې په يادې ورځپاڼې کې د کريسمس کارت برابرونکی شرکت، چې د جه جيانګ يون ګوانګ چاپونې شرکت په نوم يادېږي، د چينګ پو له زندان سره هيڅ اړيکې نه لري، او د کريسمس کارت خرڅونکی د بريتانيا تيسکو شرکت هم په ليکنه کې ليکلي چې په دې اړه هيڅ داسې شواهد نه شته چې دغه شرکت له بنديانو څخه ناوړه استفادې کړې وي او يا دې د ممنوعيت له مقرراتو څخه سرغړونه کړې وي.
يوازې ساندې ټايمز ورځپاڼې نه، بلکې د بي بي سي او سکای نيوز په شمول لوېديځې رسنۍ بې له دې چې حقيقت پيدا کړي، پر چين تورونه لګوي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |