د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائيل ځواکونو د دسمبر په ۲۵مه نېټه د لومړي ځل لپاره د دې خبر پخلی وکړ چې په عراق کې يې پوځي عمليات تر سره کړي او موخه د عراق له لارې د اسرائيل دښمنو ته د وسلو لېږلو مخنيوی و.
د اسرائيل لوی درستيز ارويف قهاوي د دسمبر په ۲۵مه نېټه په تل ابيب ښار کې په يوه امنيتي غونډه کې وويل، د ايران د اسلامي ګارډ تر مشرتابه لاندې د القدس ډلې ( Al Quds Force ) د عراق د کونيو جګړو په وخت کې د وسلو قاچاق کاوه، اسرائيل دوښمانانو ته د دغو عصري وسلو ليږلو د مخنيوي لپاره پوځي عمليات کړي او کوي يې او په راتلونکې کې به په دوامداره توګه تدبيرونه ونيسي.
په تير جولای او اګست مياشتونو کې، د عراق د شعيه مېليشو پر اډو او د وسلو پر ګدامونو او په عراق کې د ايران او لبنان د حزب الله پر اډو مسلسل هوايي بريدونه شوي دي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |