CRI Online

د تايلنډ پارلماني غړي پورنچای تراکولوارنون د شينجيانګ پر راتلونکي پرمختګ باندې باور لري

cri     (GMT+08:00) 2019-12-26 14:38:04

د تايلنډ پارلماني غړي پورنچای تراکولوارنون د دسمبر په ۲۴مه نېټه په بنکاک کې په دې هکله چې امريکا د ۲۰۱۹ کال د شينجيانګ د اويغور د بشري حقونو تګلارې قانوني مسوده تصويب کړه،زمونږ د راډيو له خبريالې سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې د ده په اند د چين حکومت د شينجيانګ د پرمختګ په هکله پلان جوړ کړی او د دې سيمې د دايمي پرمختګ لپاره يې لار برابره کړې ده. نو هغه د شينجيانګ پر راتلونکي پرمختګ باندې باور لري.

پورنچای چې پخوا يې د تايلنډ د صنايعو، علومو، تخنيکونو او سوداګرۍ په وزارتونو کې دنده درلوده او د څه باندې دېرشو کلونو لپاره يې پر چين څېړنه کړې، د دې هېواد په حکومت کې د چين پېژندونکی ګڼل کيږي. نوموړي د شينجيانګ د مسئلې په هکله خبرو کې تر هر څه لومړی له منځنۍ اسيا څخه تر اروپا پورې د اورګاډي شبکه ياده کړه او ويې ويل چې چين د اورګاډي هغه لار پرانيستلې چې له دې لارې د چين نورې سيمې،د شينجيانګ کاشغر، د منځنۍ اسيا بېلا بېل هېوادونه او اروپا نښتل کيږي او نو دغه لار د ورېښمو نوې لار ګڼل کيږي . پورنچای په خپلو خبرو کې دې ته په اشارې سره وويل چې پخوا مالونه د اوښانو په وسيله ليږدول کېدل، خو وروسته اسيايي مالونه په عمده توګه په سمندري لارو چارو اروپا ته وړل کېدل. اوس مالونه د دې اورګاډي شبکې په وسيله ليږدول کيږي. هغه وويل ،

د چين له خوا د اورګاډي د دغې لارې له جوړېدو راهيسې د ډېرو اسيايي هېوادونو په تېره بيا د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو د مالونو د صادراتو لپاره يوه لاره برابره شوې او ور سره د مالونو د ليږد راليږد وخت تر زياتې اندازې پورې کم شوی دی.د دې لار مرکز شينجيانګ دی. نو ويل کيږي چې د چين حکومت د بنسټيزو تأسيساتو د جوړولو په برخه کې د شينجيانګ د دايمي پرمختګ لپاره لار برابره کړې ده.

هغه زمونږ خبريالې ته وويل چې شينجيانګ ته يې سفر کړی او د دې سيمې په اړه يې مستند فلمونه هم کتلي دي. نو په دې پوهيږي چې د چين حکومت تل تر تله د دې سيمې د پرمختګ،په دې سيمه کې د ښاري کېدو سويې د لوړوالي، له نورو سيمو څخه د شينجيانګ د پرمختيايي واټن د کمښت، د ځايي وګړو د ژوند سويې د لوړوالي او په دې سيمه کې يې د نويو پرمختيايي فرصتونو د برابرولو لپاره ډېرې هڅې کړې دي. هغه باور لري چې د شينجيانګ ځايي وکړي به ترې ګټې واخلي. هغه وويل، د شينجيانګ عمومی حالت ثابت دی او سوداګريزو او اقتصادي چارو په منظمه توګه پرمختګ موندلی دی. شينجيانګ له چين څخه د منځنۍ اسيا په لوري دروازه ده، نو له منځنۍ اسيا سره د سوداګريز تګ راتګ امکانات يې ډېر دي. ښايي د دوه اړخيزې سوداګرۍ د پيل په موده کې يوازې سرحدي سوداګرۍ وليدل شي، خو دغه سيمه به په راتلونکې کې هرو مرو له منځنۍ اسيا او اروپايي هېوادونو سره د سوداګريز تګ راتګ يوه مهمه سيمه وګرځي. د چين د بنسټيزو تأسيساتو ابادي په ښه توګه روانه ده او د مالونو د ليږد راليږد سيستم بشپړ شوی ، نو شينجيانګ به هرو مرو ترې ډېرې ګټې واخلي.

د ده په اند د چين حکومت د شينجيانګ د بنسټيزو تأسيساتو پرمختګ ته پاملرنه کړې او د مالونو د ليږد راليږد لپاره يې عصري ترانسپورټي شبکه جوړه کړې چې دغه افکار سم دی او د دې سيمې د راتلونکي پرمختګ او دايمي امنيت د ساتلو لپاره يې ښه زمينه برابره کړې ده. هغه وويل، زما په اند د شينجيانګ سيمه لاهم د پرمختګ په پړاو کې ده او لازياتو پانګونو او ابادۍ ته اړتيا لري، خو د ماشوم په شان هره ورځ وده کوي. نو زه د دې سيمې پر راتلونکي پرمختګ باندې پوره باور لرم.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای