CRI Online

په چين کې په لا لوړې سويې د پرانيستنې د سويې لا لوړېدل به نړۍ ته زياتې ګټې ورسوي

cri     (GMT+08:00) 2019-12-26 18:33:05

د چين د دولتي شورا د ګمرکي مالياتو د اصولو کميټې تازه يوه خبرتيا خپره کړه چې د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټه څخه به پر ځينو وارداتو تعرفې تنظيم کړي. د چين د سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي وياند د روانې مياشتې په ۲۶مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل چې پر وارداتو د تعرفو کموالی د چيني بازار د لا پرخوالي لپاره مشخص تدبير دی او د اړوندو باکيفيته وارداتو د پراخوالي لپاره به ګټور وي. په ۲۰۱۹ کال کې د سوداګرۍ د پروټيکشنيزم او يو اړخيزم د پورته کېدو په وړاندې چين په مداومه توګه د توليداتو او د اړوندو مهمو چارو او د اصولو او ميکانيزم له مخې د ورخلاصون هڅونه کړی او د خطرونو او ننګونو په مقابل کې يې خپل توان يې لوړ کړی. لا پرانيستي چين نړۍ ته لا زياتې ګټې رسولې او رسوي يې. په عين وخت کې چين په دوامداره توګه لا پرانيستی نړيوال اقتصاد پرمخ بيايي او په ټينګار سره د نړيوال اقتصاد د ملاتړ اواز پورته کوي، اړوند تدبيرونه يې هم غوره کړي دي.

د پاملرنې وړ خبره دا ده چې چين په ۲۰۱۹ کال کې له اړوندو خواوو سره ګډې هلې ځلې کړې چې د RECP په هکله د خبرو اترو د پرمختګ، د چين، جاپان او کوريا جمهوريت، د چين او د خليج په غاړه د پرتو هېوادونو تر منځ د همکارۍ کميټې په شمول د ازادې سوداګرۍ د تړونونو په هکله د خبرو اترو بهير وهڅوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای