CRI Online

د چين، روسيې او ايران ګډ سمندري تمرين په عمان خليج کې پيل شول

cri     (GMT+08:00) 2019-12-27 11:06:50

د چين د دفاع وزارت وياند وو چيان د دسمبر په ۲۶مه نېټه په يوه نوبتي غونډه کې اعلان وکړ چې د چين، روسيې او ايران ګډ سمندري تمرين به د اړوند پرېکړه ليک سره سم د روانې مياشتې له ۲۷مې نېټې څخه تر ۳۰مې نېټې پورې په عمان خليج کې تر سره شي. چين دې تمرين ته د شي نينګ نومي توغندي ضد بيړۍ ورولېږله

د دې تمرينونو موخه د درېيو هېوادونو د سمندري ځواکونو تر منځ د تبادلې او همکارۍ پياوړتيا، د نړيوالې سولې او سمندري امنيت د ساتنې او د سمندري ګډ برخليک د ټولنې د جوړونې لپاره د درېيو خواوو ښه نيت او توان څرګندونه ده. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای