د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عراق ولسمشر برهم صالح د دسمبر په ۲۶مه نېټه وويل، له دې امله چې د عراق د نوي صدراعظم نوماندۍ چارې له ستونزو سره مخامخ دي، نو دی به ملي پارلمان ته استعفانامه وړاندې کړي.
د عراق ملي ټلويزيون د خبر له مخې، صالح په همدې ورځ د ملي پارلمان مشر ته د يوه پيغام په لېږلو سره دغه غوښتنه رد کړه چې له مخې به يې د البناء ائتلاف لخوا وړاندې شوی اساد ايدانی د صدراعظم د نوماند په توګه ټاکل کيږي. صالح په دې پيغام کې وويل، دغه غوښتنه له اساسي قانون څخه سرغړونه ده او د لاريون کوونکو لخوا د منلو وړ نه ده. نو هغه چمتو دی چې ملي پارلمان ته استعفانامه وړاندې کړي.
د دسمبر په لومړۍ نېټه، د عراق ملي پارلمان د پخواني صدراعظم عبدالمهدي استعفا منظوره کړه. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |