د چين ولسي جمهوريت له ۱۹۴۹م کال څخه تر ۲۰۱۹م کال پورې د نړۍ له څه باندې ۹۰ سلنه هېوادونو سره ديپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړې چې تر اوسه پورې د دوستو هېوادونو شمېر ۱۸۰ ته رسېدلی.
د ۲۰۱۹م کال د سپتمبر له ۲۱مې نېټې څخه، چين او د سليمان ټاپوګانو يو بل د خپلواک هېواد په توګه وپېژند او د سفارت په کچه يې ديپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړې. د سليمان ټاپوګانو حکومت د يوې اعلاميې په خپرولو سره د يو چين د پېژندنې اصل ومانه او له تايوان سره يې اړيکې پرې کړې. له دې مخکې، چين د تونګا، فيجي په شمول له ۸ ټاپو هېوادونو سره هم اړيکې ټينګې کړې وې.
د يو چين د پېژندنې اصول په ۱۹۷۱م کال کې د م م د عمومي اسامبلې لخوا ومنل شو او له دې وروسته په ۴۸ کلونو کې دغه اصل د نړيوالې ټولنې لخوا منل شوی دی. زياتو هېوادونو له چين سره ملګرتيا جوړه کړې، تر اوسه پورې د نړۍ له ۱۹۰ خپلواکو هېوادونو څخه ۱۸۰ هېوادونو له چين سره ديپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړې دي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |