CRI Online

د چين پوځ به په ۲۰۲۰ کال کې په فعاله توګه خپل نړيوال مسئوليت پر غاړه واخلي

cri     (GMT+08:00) 2019-12-27 11:25:22

د چين د دفاع وزارت وياند وو چيان د دسمبر په ۲۶مه نېټه د دې وزارت په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل چې روان کال د چين پوځ په نوې زمانه کې د نړيوالې پوځي همکارۍ د پرمخبيولو په برخه کې نوې پرمختيايي لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي .دوی به په نوي کال کې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د افکارو په پلي کېدو سره په فعاله توګه خپل نړيوال مسئوليت پر غاړه واخلي او په نوې زمانه کې به د نړيوالې پوځي همکارۍ د پرمخبيولو لپاره هڅې وکړي او د يوې دايمي سوله ييزې او امنې نړۍ د ابادۍ لپاره به نوی خدمتونه وکړي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې روان کال د چين پوځ په موثره توګه د لوړې کچې پوځي چارواکو ترمنځ تګ راتګ، دفاعي مشورې، مسلکي تبادلې او د پوځي مرستو روزنې زياتې کړې ،له نورو هېوادونو او سيمو سره يې هر اړخيزې او رغندې پوځي اړيکې ټينګې او متقابل باور ټينګ کړی او ۴۱ پوځي تمرينونه يې تر سره کړي دي. د دې ترڅنګ د چين پوځ د نړيوال ستراتيژيک امنيت د سوله ييز او ثابت جوړښت د ابادۍ لپاره هڅې کړې دي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای