CRI Online

د اټکل له مخې به روان کال د چين د ترانسپورتي چارو د ثابتو داراييو پانګونه له ۳۲۰۰ مليارډه يوانو څخه زياته شي

cri     (GMT+08:00) 2019-12-27 11:27:36

د سينهوا اژانس خبريال د دسمبر په ۲۶مه نېټه د ۲۰۲۰ کال لپاره د چين د ترانسپورتي کارونو په يوه غونډه کې هغه معلومات تر لاسه کړل چې د اټکل له مخې به په ۲۰۱۹ کال کې د چين د ترانسپورتي چارو د ثابتو داراييو پانګونه ۳۲۱۳ مليارده او ۵۰۰ مليونه يوانو ته ورسيږي،د ۲ لکو او ۹۰ زرو کيلو متره سړکونه ترميم او جوړ شوي او د يوه ترانسپورتي کارت په وسيله د سيمې په کچه ۲۷۵ ښارونو کې تګ راتګ کيدای شي.

د ترانسپورتي چارو اړوند مسئول وويل چې د چين د ترانسپورت وزارت به په راتلونکي کال کې د عرضې اصلاحاتو، د خپلو کمبود د پوره کولو، د مالونو د ليږد راليږد د لګښتونو د ټيټولو او د خپلو خدمتونو د ښه والي لپاره هڅې وکړي تر څو ترانسپورتي چارې باکيفيته پرمختګ ومومي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای