CRI Online

په تير نومبر مياشت کې د چين او نورو هېوادونو تر منځ د مالونو او خدمتي توليداتو معاملې مثبت توازن ۱۶۰ ميليارډو او ۴۰۰ ميليونو يوانو ته رسېدلی

cri     (GMT+08:00) 2019-12-27 11:33:53

د چين د بهرنيو اسعارو د ادارې بيورو د تازه شمېرنې سره سم، په تير نومبر مياشت کې د چين او نورو هېوادونو تر منځ د مالونو او خدماتي توليداتو معاملې مثبت توازن ۱۶۰ ميليارډو او ۴۰۰ ميليونو يوانو ( کابو ۲۲ ميليارډه او ۸۰۰ ميليونه ډالره ) ته رسېدلی دی. له دې جملي څخه له چين څخه نورو هېوادونو ته د صادر شويو مالونو ارزښت ۱۵۱۱مليارډه او ۷۰۰ ميليونه يوانه دی، له نورو هېوادونو څخه چين ته د وارد شويو مالونو ارزښت ۱۲۲۲ ميليارډه او ۴۰۰ ميليونه يوانه دی، د مالونو مثبت بېلانس ۲۸۹ ميليارډه او ۳۰۰ ميليونه يوانه دی. په دې مياشت کې له چين څخه نورو هېوادونو ته د صادر شويو خدمتي توليداتو ارزښت ۱۳۹ ميليارډه او ۳۰۰ ميليونه يوانه دی، له نورو هېوادونو څخه چين ته د وارد شويو خدمتي توليداتو ارزښت ۲۶۸ ميليارډه او ۲۰۰ ميليونه يوانه دی، منفي بنلانس يې ۱۲۸ ميليارډه او ۹۰۰ ميليونه يوانه دی. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای