CRI Online

روان کال د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په مشرۍ د يو کمربند او يوې لارې وړانديز په دوامداره توګه پلی شوی

cri     (GMT+08:00) 2019-12-27 11:59:05

 ۲۰۱۹ کال د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز د طرح کېدو له شپږم کال سره برابر دی.له يو کال راهيسې د رئيس شي جين پينګ په ديپلوماتيکو کارونو کې يو کمربند او يوه لار تل يوه مهمه موضوع وه.
رئيس شي جين پينګ د روان کال په مارچ کې له ايټاليي څخه ليدنه وکړه او په دې ترڅ کې يې له دې هېواد سره د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ لپاره تفاهم ليک لاسليک کړ چې له امله يې ايټاليا له اوو ستروصنعتي هېوادونو څخه لومړی داسې هېواد و چې له چين سره يې همکاريز سندونه لاسليک کړل. د روان کال په اپريل کې په بېجينګ کې د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ دوهم سرمشريز فورم تر سره شو چې د ۱۵۰ هېوادونو او ۹۲ نړيوالو سازمانونو څه باندې شپږ زرو بهرنيو مېلمنو پکې ګډون کړی و. رئيس شي جين پينګ په دې فورم کې د يو کمربند او يوې لارې راتلونکي پرمختيايي لوری په ګوته کړ او داسې يې وويل چې د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ لپاره د ملګرو او همکارانو شمېر لا زيات شوی، همکاريز کيفيت يې لوړ شوی او د پرمختګ ښه راتلونکی او اينده لري.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای