CRI Online

د ترکيې ولسمشر: د ليبيا له غوښتنې سره سم به دغه هېواد ته ترکي پوځ وليږي

cri     (GMT+08:00) 2019-12-27 12:03:02

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ترکيې ولسمشر رجب طيب اوردوغان د دسمبر په ۲۶مه نېټه وويل چې د ترکيې حکومت به د ليبيا د ملي وحدت حکومت له غوښتنې سره سم د ترکيې پارلمان له خوا د صلاحيت تر لاسه کولو وروسته دغه هېواد ته خپل پوځ وليږي.

د ترکيې د انادولو خبري اژانس د خبر له مخې اوردوغان په همدې ورځ په پلازمينه انقره کې ويلي چې د ترکيې پارلمان به د راتلونکي کال د جنورۍ په پيل کې ليبيا ته د ترکي عسکرو د ليږلو لپاره د پوځي صلاحيت د ور کولو په باب بحثونه وکړي او پر دې يې ټينګار کړی چې د ترکيې حکومت به د ليبيا د ملي وحدت له حکومت سره لازمې مرستې وکړي

د خبر له مخې ترکيې په دې وروستيو ورځو کې د ليبيا د ملي وحدت حکومت تر ادارې لاندې طرابلس ته ځانګړي پوځ ، پوځي سلاکاران او تجهيزات وليږل تر څو د ملي ګارد په نوم له ختيځو وسله والو ځواکونو سره يې مقابله وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای