CRI Online

په قزاقستان کې د يوې الوتکې د لوېدو له امله لږ تر لږه اووه تنه مړه شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2019-12-27 15:25:10

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د قراقستان د هوايي چارو کميټې د دسمبر په ۲۷مه نېټه وويل، يوه الوتکه چې پکې سل تنه مسافرين سپاره وو، په همدې ورځ د الماتا ته په نژدې سيمه کې ولوېدله چې له امله يې اووه تنه مړه شوي دي.

يادې کميټې وويل چې ټاکل شوې چې دغه الوتکه له الماتا څخه د دې هېواد د نورسلطان په لور روانه شي، خو پر ځايي وخت په اوو بجو او پنځو دقيقو تر پورته کېدو وروسته له رادار څخه ورکه شوه او له يوې ودانۍ سره يې ټکر کړی، خو اور يې نه دی اخيستی .د ابتدايي معلوماتو له مخې په ياده الوتکه کې ۹۵ تنه مسافرين او د الوتکې عملې پنځه تنه سپاره وو.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای