CRI Online

په روان کال کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نورو هېوادونو له مشرانو سره کتنې

cri     (GMT+08:00) 2019-12-27 15:48:13

د وخت سرعت تعقيب کړئ او په روان کال کې ډيپلوماسۍ ته بېرته وګورئ. په ۲۰۱۹ کال کې د چين په کوربه توب څلور ډيپلوماتيک فعاليتونه ، له بهرنيو هېوادونو څخه د رئيس شي جين پينګ اوه ليدنې او له سلو څخه ډېر دوه اړخيز او څو اړخيز فعاليتونه تر سره شوي دي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ وويل چې په يوه پيړۍ کې د بې ساري بدلونونو پر وړاندې هېڅ هېواد نشي کولی خپلې ستونزې پخپله حل کړي ، خلاصه همکاري د ټولو هېوادونو لپاره يوازينی سم انتخاب دی.

د ۲۰۱۹ کال د نومبر په ۵مه نېټه د فرانسې ولسمشر امانويل مکرون او دده مېرمنې له چين څخه ليدنه وکړه . مکرون په لومړي ځل شانګهای ته لاړ او رئيس شي جين پينګ ور سره خبرې وکړې. شي جين پينګ وويل چې شانګهای د چين د اصلاحاتو ، پرانيستې او پرمختګ د بهير يوه بېلګه ده او په اوسنۍ زمانه کې له نړۍ سره د چين د اړيکو بدلون منعکس کوي. هيله ده چې دا ليدنه به تاسو سره د شانګهای او چين په پوهېدو کې مرسته وکړي. مکرون وويل چې د شانګهای په ليدو زه حيران شوم. ما د چين پرانيستوب او راتلونکې دلته وليدله.

شي جين پينګ په له مکرون سره د ليدنې په وخت کې وويل چې د بدلونونو پر وړاندې چين او فرانسه د م م د امنيت شورا د دايمي غړو او د ختيځ او لوېديځ تمدنونو د استازو په توګه بايد ډېر مسؤليتونه پر غاړه واخلي او د لويو هېوادونو قدرتونه وښيي. غواړم له تاسو سره يو ځای د چين او فرانسې هراړخيزې ستراتيژيکې اړيکې لوړې کچې ته ورسوو او د لويو هېوادونو د اړيکو په لومړي سر کې پاتې کېدو ته دوام ورکړو.

په ۲۰۱۹ کال کې د چين او فرانسې اړيکو پرمختګ د پاملرنې وړ ګرځېدلی دی. د چين او فرانسې مشرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ۵۵مې کليزې پر مهال يو له بل څخه ليدنه وکړه او ټينګار يې وکړ چې موږ بايد د هراړخيزې ستراتيژيکې ملګرتيا او مسؤليت لرونکو لويو هېوادونو په توګه د نړۍ سولې ،ثبات او پرمختګ ته لا زياته مثبته انرژي ورکړو.

د ۲۰۱۹ کال د نومبر د ۴مې نېټې په شپه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د ده مېرمنې پنګ لي يوان په شانګهای کې د سولې په هوټل کې د چين په دوهم نړيوال وارداتي نندارتون کې د ټولو هېوادونو د ګډونوالو لپاره مېلمستيا وکړه او د هغوی هرکلی يې وکړ. شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل چې د چين د پرمختګ په جريان کې موږ پوهېږو چې که نړۍ ښه وي ، چين به ښه شي . که چين ښه شي ، نړۍ به غوره وي. د چين په دوهم نړيوال وارداتي نندارتون کې د توکو اخيستلو او پلورلو معامله شوې او کلتور او نظريات تبادله شوی .

د شي جين پينګ وينا له اورېدو وروسته ، د فرانسې ولسمشر مکرون څرګنده کړه چې د چين بريا د خپلو هڅو او هم د اقتصاد د نړيوال کيدو له امله ده. د چين اصلاحات او ورخلاصون د نړۍ لپاره ستر اهميت لري.

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په دې وروستيو ورځو کې وويل چې په ۲۰۱۹ کال کې چين د دوه اړخيزو ګټو د اصولو په ټيڼګار سره نړۍ ته د پرانيستې لپاره نوی تدبير اعلان کړ او د ازاد تجارت او د پرانيستې نړۍ د اقتصاد په جوړولو کې يې نوي خدمتونه کړي دي. په نوي کال کې به چين د نړيوالې همکارۍ پراختيا ته دوام ورکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای