د ترکيې د بترس ايالت حکومت د دسمبر په ۲۶مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، يوه بېړۍ چې پکې ۷۱ تنه ناقانونه کډوال سپاره وو، د ترکيې په وان ګولو جهيل کې ډوبه شوه او له امله يې ۷ تنه ووژل او ۶۴ تنه نور وژغورل شول.
په دې اعلاميه کې راغلي، د همدې ورځې د سهار په درېيو بجو ياده بېړۍ چې پکې د پاکستان، بنګله دېش او افغانستان ناقانونه کډوال سپاره وو، د وان ګولو جهيل غاړې ته د روانېدو په حال کې واوښته. ژغورل شوي کسان روغتون ته ليږدل شوي دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |