د Grayzone په نوم د امريکا یوې خبري ويبپاڼې په دې وروستیو کې يو څېړنېز راپوټ خپور کړ او پکې يې هغه معلومات څرګند کړل چې د چين پرضد ځينو سازمانونو او کسانو د چين د شينجيانګ په اړه جعلي خبرونه جوړ کړي دي. دا نه يوازې د شینجیانګ په اړه د نړیوالې ټولنې د ښه پیژندلو لپاره ګټور کار دی، بلکې د چين پر ضد د لویدیځو هیوادونو بد کړه وړه يې په ډاګه کړي دي.
په یاده لیکنه کې ویل شوي چې هغه یو سازمان چې نوم یی د چين د بشري حقونو ساتلو شبکه ده، یوازې او یوازې په خودسرانه توګه له اتو کسانو سره له مرکې وروسته خبر خپور کړی چې څو ملیونه مسلمانان په شینجیانګ کې بند شوي دي. د دغه شان سازمانونو او کسانو تر شا د امریکا د سي ای اې سیوری شته.
څو ورځو مخکې د سي جي تي ان لخوا خپارو شويو دوو مستندو فلمونو د لوېديځو هیوادونو د رسنيو درواغ شنډ او رسوا کړل.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |