CRI Online

نوښت د چين د پرمختګ نوی اينجن او او د نړۍ نوی فرصت ګرځېدلی دی

cri     (GMT+08:00) 2019-12-28 16:22:17

چانګ جنګ پنځم نمبر لېږدونکی توغندی چې د چين نوی ډول وړونکی توغندی دی او لېږدونکی توان يې ډېر لوړ دی، د دسمبر د ۲۷مې نېټې په شپه په بريالۍ توګه وتوغول شو. په دغه توغندي کې څه باندې ۲۰۰ ډوله نوي تخنيکونه کارول شوي چې د نويو تخنيکونو انډول يې کابو ۱۰۰٪ ته رسېږي. دا د ساينس او تخنيک د نوښت په برخه کې د چين يو ستر پرمختګ دی. همدا ورځ ټولې نړۍ ته د بې دو درېيم سيستم لخوا د خدمت ورکولو له لومړۍ کاليزې سره برابره وه. د اړوندو معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۹م کال کې د دغه سيستم په چوکاټ کې ۷ راکټونه او ۱۰ سپوږمکۍ وتوغول شوې او د دغه سيستم مرکزي سپوږمکۍ په کار ولوېدې چې ټولې نړۍ ته د دغه سيستم لخوا د خدمت ورکولو لپاره نوې زمانې ته رسېدلې ده. په يوه ورځ د چين دوه مهمې او سترې علمي او تخنيکي پايلې وښودل شولې او ورڅخه څرګندېږي چې د ساينس او تخنيک د نوښت په برخه کې د چين ډېر کلک او ستر ګام پورته شوی دی. نوښت د چين د ښه کيفيت لرونکي پرمختګ نوی اينجن ګرځېدلی او د نړيوال اقتصاد د زياتوالي او د بشريت د علمي او تخنيکي پرمختګ لپاره يې نوی فرصت برابر کړی دی. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای